د کابل برید چا وکړ؟

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱)

راپورتاژ: فرید افغان

د کابل له برید څخه کابو یوه ورځ تیریږي او د دغه نوي غوړیدلی زخم پر وړاندې د ډیرو جهتونو غبرګونونه مخته را غلي دي.
امریکا،ایران، سعودي ،ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان، د افغانستان جمهوري ریاست او طالبانو په خپلو پیغامونو کې دا برید غندلی او د شر اچوونکو کړیو کار یې بللی.
د دې برید په تړاو هره ګړۍ نوي شبهات او شکونه مخ پر زیاتیدو دي؛ دا چې دا برید چا وکړ، ولې یې وکړ، موخه او انګیزه یې څه وه او ګڼې نورې پوښتنې.

راځو په برید کې د هدف ګرځول شویو کسانو په هکله لږ تم کیږو، بیا کولی شو د بریدګرو هویت په آسانۍ سره پیدا کړو.
د کابل ټکی کام همکارانو د برید د قربانیانو له کورنیو سره کتلي او له هغوی څخه د برید به تړاو هر اړخیزې مرکې کړې چې نچوړ یې په لاندې ټکو کې واضحوو.

په نښه شوي کسان د دارالاحناف د مدرسې اړوند چې مشري یې مفتي نعمان په غاړه لري، دي؛ دوی د نقشبندیې د طریقې اړوند د مشهور مرشد پیر سیف الرحمٰن مریدان دي، دا طریقه په لره او بره پښتونخوا کې لسګونه زره متابعین لري، دوی ذکر بالجهر (په لوړ اواز د الله ج یادونه) او جذبې کوي چې د دوی په آند دا د وجد یوه ځانګړې مرحله ده.

د دې ډلې د بنسټګرو پر ضد په کوزه پښتونخواه کې د وهابیانو (سلفیانو) لوی پیشوا امین الله کنړي مبارزه پیل کړې او د دوی دې اعمالو ته د شرک جامه ور اغوندي؛ نوموړي پر دې بسنه نه ده کړې ،بلکې په خپله توندلارې عقیده کې دومره وړاندې تللی چې د تصوف په نامه ټوله لړۍ د شرک له عینکو ګوري او له دې ور آخوا د څلورو مذاهبو پیروان هم له اسلام څخه وتلي خلک یادوي، که څه هم دا عقیده نوموړي ته د دې منهج بنسټګر “ محمد بن عبدالوهاب“ له خوا په میراث پاتې، خو نوموړي یې د نني عصر لپاره د بیا تجدد هڅې پیل کړې دي.
د نوموړي اړوندانو په کابل کې یو شمیر جامع جوماتونه او ځینې سیمیز رادیویي او تلویزیوني چینلونه هم اشغال کړي او د خپلې توندلارې مفکورې د ترویج په خاطر ورڅخه کار اخلي.
د نوموړي پلویانو خپل خوځښتونه په هره ارسه کې ګړندي کړل، د خپلو مخالفینو پر وړاندې له وسلوالې مبارزې نیولې،بیا د ممبر او محراب تر جنجاله، چې په ترڅ کې یې دوه کاله وړاندې لوی عالم او د پیر سیف الرحمٰن مرید مولنا “غلام حضرت غلام“ له خپل پلار سره یوځای په ډزو وویشت او دواړه یې شهیدان کړل.

دې توندلارې مفکورې نور پوښښ هم خپل کړ او د داعش تر نامه لاندې په یوه نوې جامه کې یې ظهور وکړ؛ هڅه یې داوه چې خپل مخالفین که شیعه او که سني وګړي دي په بوږنونکو پیښو هدف وګرځوي چې په تیرو څو کلنو کې یې سلګونه شیعه هیوادوال او لسګونه سني افغان د لویو هدفي وژنو ښکار ګرځولي دي.
که څه هم تورونه دادي چې د دې ډلې مالي او لوژیستیکي ملاتړ د افغانستان د ملي امنیت شورا په لاس کې دی او عملاً یې هم څو ځله د وسلوالو طالبانو له محاصرو د چورلکو په مټ ژغورلي، خو دې شورا نه تر اوسه دې تورونو ته سپین ځواب ویلی او نه یې منلی دي.

د کابل وروستۍ چاودنې په اړه؛

تر چاودنې څو ورځې وړاندې د وهابیت پورې تړلو کسانو په پلازمینه کابل او ورڅیرمه ولایاتو کې علماؤ او عامو خلکو ته ګواښوونکي پیغامونه لیږلي و،چې په خبره یې که چا د میلاد النبي د ورځې یاد لمانځه وکړه، سخته سزا به ورکړي، ځکه د دوی په وینا دا کار شرک او ناروا دی.
تر دې وروسته مفتي نعمان څوک چې دا ډله یې له منځه وړل غواړي، په ممبر کې ماینونه وموندل شول.
خو بالاخره تیر ماښام له خوښیو ډکه جلسه چې خورا زیات چارواکي او علماء یې میلمانه و، د یوه بوږنونکي برید ښکار شوه، چې په کې لسګونه علماء او عام وګړي شهیدان او همدومره نور ټپیان شول.
ظاهراً د دغه برید موخه د مفتي نعمان او د هغه د اړوندانو په نښه کول و ،خو هغوی ته په کې کوم زیان نه دی رسیدلی.

ویل کیږي چې د هوټل په دروازه کې د جلسې د تنظیموونکو له خوا درۍ ځایه تلاشي اخیستل کیدله خو باور دادی چې چاودیدونکي توکي په یوه ډیګ کې ځای پرځای شوي وو.
لا هم د چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی ، خو د پړې ګوته یادې شر اچوونکې ډلې ته نیول کیږي چې غواړي په همدې توګه خپل فکري مخالفین هدف او له منخه یې یوسي.

خو ځینې شواهد او مدارک بیا دا ښیي چې د کابل برید د ملي امنیت ادارې ترسره کړی
لومړی خو دا چې داعش چې کله هم یو برید کوي پړه یې اخلي چې تر اوسه د دې برید پړه دوی په غاړه نه ده اخیستې.

یو بل د شک ځای دادی چې مولوي سمیع الله ریحان چې د نظام کلک ملاتړی عالم ځان بولي،رسنیو ته ویلي چې دی هم دې غونډې ته راون ؤ خو امنیتي ادارو خبر ورکړو چې هلته کومه پیښه رامنځ ته کیدونکې ده چې له نیمایي لارې ستون شو .

او وروستۍ خبره داده چې د ملي امنیت ادارې د اورانس هوټل ټولې امنیتي کامرې له ځان سره وړي دی تر څو کوم څوک معلومه نه کړي چې برید څه ډول تر سره شو؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close