د کابل حکومت به د امريکا-طالبانو مذاکره وزغملای شي؟

تميم توفيق

د 2013م کال ټيک دا ورځې وې (۱۳۹۲-غبرګولي-۲۸) چې طالبانو له امريکا سره له موافقې وروسته، په هيواد کې د سولې او روغې جوړې په موخه، د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کې سياسي دفتر پرانيستی و، چې لومړی يې د کرزي لخوا هرکلی وشو، خو وروسته يې ورسره کلک مخالفت وکړ، هغه مهال کرزی يوازې په خپله انزوا ويريده او فکر يې کاوه چې ممکن امريکايان له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د ده اداره يو طرف ته پاتې شي، همدا لامل و چې يوازې د طالبانو سپين بيرغ او د سياسي دفتر لوحه يې بهانه کړه او د سولې دروازه يې د پنځو نورو کلونو لپاره بيرته وتړله.

ابله ورځ (15-July-2018) د نيويارک ټايمز په نوم بهرنۍ رسنۍ خبر ورکړ چې د امريکا ولسمشر ټرمپ خپلو دپلوماتانو ته امر کړی، تر څو د افغان لانجې په باب له طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو موقع ولټوي او برابره کړي، دې خبر په کورنيو رسنيو کې هم انعکاس وموند، چې وروسته د ملي وحدت حکومت مشرانو له طالبانو سره د امريکا د مستقيمې ناستې احتمال رد کړ.

دا په داسې حال کې چې ځينو سياسيونو د امريکا له خارجه وزير پمپيو او د هغه له مرستيالې ميرمن اليس ويلز سره ليدنه کې د مذاکراتو د څرنګوالې په اړه خبرې کړې، دوی وايي دغه امريکايي دپلوماتان له طالبانو سره مخامخ خبرو ته ليواله او تلواري و او په دې اړه يې ورسره مشورې کړې دي.

بلخوا ځينې محللين د رسنيو دغه خبر ځکه تصديقوي، چې وايي د کابل حکومت ناتواني او خپلمنځي اختلافات د دې باعث شوي چې امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اماده شوې ده.

خو سره له دې هم د ځينو کورنيو رسنيو له قراره حکومتي مشرانو دغه احتمال رد کړی دی. د اجرائيه رياست وياند خو په واضحو ټکو ويلي: « گفت‌وگوهای صلح به رهبری و مالکیت حکومت افغانستان به پیش برده خواهد شد، اما ایالات متحده امریکا میتواند که در این میان نقش تسهیل کننده را داشته باشد.»

د ناټو د قاطع ملاتړ قومندان جنرال نيکولس هم د تيرې دوشنبې په ورځ په کندهار کې وويل چې خارجه وزير پمپيو ويلي چې امريکا له طالبانو سره خبرو او د خارجي ځواکونو د نقش په اړه بحث ته اماده ده، خو يوه ورځ وروسته يې په يوه اعلاميه کې وويل چې له خبرو يې غلط برداشت شوی دی.

په هر صورت، نن هم په ۲۰۱۳م کې د طالبانو له سياسي دفتر سره د مخالفت په څير له طالبانو سره د امريکا د مخامخ کيدو مخالفت څرکونه ليدل کي. د اوسني حکومت لخوا سولې ته د امريکا د احتمالي ليوالتيا رد او ځان ته د خبرو کولو حق ورکول، داسې ښکاروي چې په دغې اداره هم د پخوانۍ هغې په څير د طالبانو-امريکا مستقيمه رابطه ډيره درنه تمامه شوې او ممکن په خپل ټول وس يې په مخکې د خنډونو ايجادولو هڅه وکړي.

نيکولسن هم په خپله اعلاميه کې دغه خبره واضحه کړې وه چې حکومت نه غواړي امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، نوموړي ويلي و: «په دې برخ کې متحده ايالات د افغان حکومت ځای ناستی نه دی، هغه څه چې د افغانستان حکومت هم پرې اصرار کوي.»

نو ډير امکان شته چې ملي وحدت حکومت د امريکا په وړاندې د خپل سياسي وجاهت د له منځه تلو او د خبرو له ميز نه برکنار پاتې کيدو له ويرې د سولې د تازه پروګرام مخه ډب کړي او د ملت هيلې د ۲۰۱۳ کال په شان يو ځل بيا د کلونو لپاره له خاورو سره خاورې کړي.د کابل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close