د کابل د سه شنبې برید په تړاو د ښار لومړۍ حوزې امنیتي چارواکو دندې وځنډول شوې

کابل ټکی کام ۰۲غویي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره سه شنبه طالبانو د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې په پل محمود خان سیمه کې سرتیري بریدونه ترسره کړل، چې له کبله یې د ملي امنیت ګڼو مهمو کارمندانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه برید چې افغان حکومت ته د طالبانو له لورې یو ستر ګوزار وو، د افغان حکومت ګڼ مهم چارواکي یې له منځه یووړل.
اوسمهال د کورنیو چارو وزرات د کابل د دغه برید په تړاو د ښار لومړۍ حوزې امنیتي چارواکو دندې وځنډولې.
دغه وزارت وایي، چې پولیسو ته یې امر کړی، تر څو له چارواکو څخه د دغه برید په اړه څېړنې وکړي.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د کابل ښار د لومړۍ حوزې د پولیسو قومندان، له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر، د سیمه کنټرول آمر او د سیمه ییز ټولي قومندان د دندو د ځنډولو امر کړی دی.
ولسمشر تېره ورځ د کابل د دغه برید د څېړنې په موخه د ملي امنیت عمومي ریاست په مشرۍ یو پلاوی وټاکلو.
د یادولو ده، چې وړاندې د کابل ښار په ۱۱مه حوزه کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه توغندیز بریدونه وشول، چې د کورنیو چارو وزارت د دغو توغندیو په تړاو د ۱۳مې او ۱۱مې حوزې د پولیسو قومندانانو دندې ځنډولې وې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close