د کابل د علماؤ شورا مرستيال ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)

د کابل ښار په مربوطاتو کې د دغه ولايت د علماو شورا مرستيال مولوي عبدالبصير حقاني وژل شوی دی.

راپورونه وايي، نوموړی د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

څو ورځې مخکې د کابل په اورانوس هوټل کې د میلادالنبي د غونډې په مناسبت په علماو بريد ترسره شو چې په ترڅ کې يې لسګونه عالمانو او عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

چارواکو د دغه بريد مسوولیت پر طالبانو واچاوه خو طالبانو د يوې خبرپاڼه په خپرولو سره یاد بريد په کلکو ټکو وغانده او عاملين يې جنايتکاران وبلل.

په ورته وخت کې د کابل د علماو شورا مرستيال عبدالبصير حقاني هم کابل نيوز ته وويل، چې د (کابل په اورانوس هوټل کې برید طالبانو نه دی کړی او نه طالبان دغه ډول کار کوي) زياته يې کړه دغه ډول کارونه استخبارات کوي څو د افغانستان د عامو خلکو ذهنیتونه خراب، مذهبي اختلافات رامنځته، (د شیعه او سني، اهل سنت او سلفيانو) تر منځ منفي درز غورځول څو د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه واخيستل شي.

حقاني په کابل کې شيعه مذهبه وګړو ته وسلې ورکول او د هغوی له خوا په دغه وسلو خپلې تکيه خانو ساتلو سره مخالفت ښودلی و  او ويلي يي و چې د حکومت له لوري ورته ډول کړنې د (نيابتي جګړې، قومي جګړې او مذهبي جګړې) لپاره لاره برابرول دي.

نوموړي په هغه بيان کې چې نږدې دوه ورځې مخکې يې ورکړی و ويلي و چې په کابل کې شيعه وګړو ته وسلې د ايران فاطميونو ورکړي دي او (په افغانستان کې د شيعه او سني جګړې ته لمن وهلو لپاره ايران دا کار کړی دی).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close