د کابل د ټاکنو کمېسيون دفتر د کارمندانو پر مخ پرانيستل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)

د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، له تېرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې چې په کابل کې د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض کوونکو له لوري تړل شوې وه د دوی کارونه يې له خنډ سره مخ کړي دي.

د تېرې زمري مياشتې په دوه ويشتمه نيټه د ولسي جرګې د غړي ملا تره خيل او ضياءالحق امرخيل پلويانو د ولسي جرګې د نوماندانو له ليست څخه د هغوی نومونو د ايستلو په غبرګون د ټاکنو کمېسیون دفتر وتاړه او مخې ته يې اعتراضيه خيمې ووهلې.

د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال ذبیح سادات وايي، د ټاکنو کمېسيون دفتر نن د شنبې په ورځ پرانيستل شو او ټول کارمندان يې دفتر ته د کار لپاره راغلي دي.

د سادات په وينا، پوليسو نن سهار د ټاکنو کمېسيون د دفتر د دروازې له مخې د اعتراض کوونکو خيمې ټولې کړې.

د کابل سربيره په څو نورو ولايتونو کې هم له ليسته د ايستل شويو نوماندانو پلويانو اعتراضونه کړي او د ننګرهار، کونړ، تخار کندوز، بدخشان بغلان او ځينو نورو ولايتونو کې يې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونه تړلي دي.

په عين حال کې ذبیح سادات وايي، په کندوز او لوګر کې د ټاکنو ولايتي دفترونه پرانيستل شوي خو په شپږو ولايتونو کې لا هم تړلي دي.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه د پنځه دېرش نوماندانو نومونه په دې تور له ليسته ايستلي چې په وينا يې دغه کسان د ځمکو د غصب سربيره په ځينو نورو جرمي دوسيو کې ښکېل دي.

خو ايستل شوي نوماندان وايي، چې د حکومت له لوري ورسره عقده يي چلند شوی او د ياد کمېسیون پريکړه سياسي اړخ لري.

د يادونې ده، چې نن په جلال اباد ښار کې د ټاکنو کمېسيون مخې ته له ليسته د يوه ايستل شوي نوماند جاوید زمان پر پلويانو چاودنه وشوه چې له کبله يې د وروستيو معلوماتو پر اساس شاوخوا پنځلس کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close