د کابل ورستیو بریدنو د زیات والی لاملونه څه دي؟

تبصره کونکی : محمد په دې نږدې وروستيو کې په کابل ښار کې مرګوني بريدونه ډېر شوي او دغه بريدونه په دوه ډوله کيږي  لومړی هغه بريدونه دي چې طالبان يې پړه په غاړه اخلي ؛ داسی بريدونه خو د امريکا په سرپرستۍ د نړيوال کفري يرغل له پيله دوام لري او ورځ تر بلې پکې قوت او زياتوالی راځي او لاملونه يې هم معلوم دي دغه بريدونه صراحتا د طالبانو په قوت او وحدت دلالت کوي. بل دا چې د ټولې نړۍ رسنيو په يوه خوله د طالبانو د مشر له وفات سره سم زهرجن تبليغات خپاره کړل، چې فکر کيده نور به طالبان سر پورته نه کړي او وبه ويشل شي. نو طالبانو دښمن ته د خپل زور او خپله صف د واحد ښودلو په موخه خپلو مرګونو بريدونو ته زور ورکړی دی او په دغو بريدونو کې يوازې او يوازې موخه شوي دښمن ته زيان اوړي  بل ډول هغه مرموز او پوښلي بريدونه دي چې طالبان يې پړه په غاړه نه اخلي او عام ولس يې له فکري ګواښ سره مخ کړی دی. په دغو بريدونو کې چې په بشپړ ډول په کې عام وګړي د د نښې تخته ګرځېدلي دی زمونږ په آند لاندی لاملونه لری: اول : غربي نړۍ چی په نظامي ډګر کې د طالبانو په مقابله کې شکست خوړلی اوس په داسي بریدنونو غواړي د طالبانو غچ له افغان ولسه واخلي. دوهم : د طالبانو کامیابي او تيز بريدونه یی دوهم لامل دی چې غربي نړۍ غواړي چې د دغسې مرموزو بريدونو په اړه خلک مشوش کړي او ورته وښيي چې طالبان په اصطلاح د افغان ولس خواخوږي نه  دي. دریم : دا چې نړيوالو ته وښودل شی چې افغانستان يو نا امنه هيواد دی او په داسی نا امنه هیواد کې د امریکایانو شتون ضروري دی او په دې ترتیب امریکایان خپل دایمي حضور ته مشروعیت ور وبښي .   په دغسي حالاتو کي ټولو افغانانو ته په کار ده چې د مکار دشمن د فریبونو نه با خبره اوسي او د هغوی دغه نا وړه عمل په کلکو الفاظو وغندي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close