د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د کابل څخه خپرېدونکو ورځپاڼو او وونیزو په بېلابېلو موضوعاتو خپلې سرلیکنې کړي، چې زیاتو یې د سولې روانو هڅو ته لومړیتوب ورکړی.

د « ملي ثبات» په نامه مهالنۍ په خپله لومړۍ ګڼه کې په سرلیکنه کې لیکلي« سوله له شعاره تر عمله!» ملي ثبات په خپله سرلیکنه کې د څلور اړخیزو ناستو او د پګواش تېرې ناستې ته هیله مندي ښودلي او دغه ډول ناستې یې د سولې په راتګ کې هیله بښوونکي ښودلي دي.

ملي ثبات لیکي« د پګواش ناسته او بیا څلور اړخیزې خبرې اترې هغه څه دي، چې هیله ورکوونکې او د طالبانو یا نورو مخالیفونو وروستی دریځ هم تر پخوا نرم شوی ښکاري؛ خو دا نیوکه هم شته، چې د حکومت له منځه یو شمېر کړۍ د سولې مخالفت کوي. دا کړۍ په یو او بل نوم د سولې پروسه سبوتاژ کوي، سوله د ځان په ګټه کاروي او یا د سولې د راتګ په نوم نور شخصي امتیازونه تر لاسه کوي.» د ملي ثبات نور عنوانونه ددې ټولنې د جوړیدو موخه او پر خپلو فعالیتونو راڅرخي.

د کابل څخه بله خپرېدونکي ورځپاڼه « کابل پوسټ» په خپله سرلیکنه کې «د هند له ويزې پرته سياسي

پاسپورټونه، زموږ په ګټه که تاوان؟» کې لیکي«

هنــد تــه د اجراییــوي رییــس عبداللــه عبداللــه د ســفر پــه تــرڅ کــې د دواړو هېــوادو تــر منــځ پــر یــو لــړ تړونونــو او موافقــو سر بېــره، د دواړو هېوادونـو ډیپلوماتیکـو چارواکـو تـر منـځ د سـیاسي پاســپورټونو درلودونکــو اتباعــو تــه د یــو بــل د ویــزې د معافیــت هوکــړه هــم وشــوه.د دوو دوســتو او ډیپلوماټیکــو اړیکـو درلودونکــو هېـوادو تـر منـځ د دا ډول اړیکـو پراختیـا او د نویـو هوکـړه لیکونـو او توافقاتـو لاسلیک کېـدل، عمومـاًعــادي خــبره ګڼــل کېــږي او آن هغــه هېوادونــه، چــې دا ډول هوکــړو تــه سره رســېږي، د دې ډول هوکـړو پـه اړه خوشـحاله هـم وي او دا ځـان تـه یـوه لاسته راوړنـه هـم ګڼـي.»  خو ورځپاڼه اندېښنه ښيي، چې هسې نه د دا ډول وېزو نه ځینې خلک ناوړه ګټه واخلي«دا بایـد د یـوه ترخـه واقعیـت پـه توګـه ومنـو، چـې د افغانســتان د ســیاسي او حکومتــي وضعیــت تــه پــه پــام سره ډېــر داســې افغانــان شــته، چــې لــه اســتحقاق پرتــه یــې دلتــه ســیاسي پاســپورټونه ترلاسه کــړي دي او دا خـبـره د مـلـي وحــدت حکومــت تــر جوړښــت وروســته، د بهرنیــو چــارو وزارت چارواکـو پـه وار وار څرګنـده کـړې هـم ده»

د کابل څخه بله دولتي ورځپاڼه« سرخط» په خپله سرمقاله کې د ځمکو د غصب، د شرعي قبالو نشتوالی او د ولسمشر اشرف غني یادې موضوع ته پام باندې خپله سرلیکنه کړې ده. ورځپاڼه کاږي«د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاري پیوستون شوراګانو د افکارو د تبادلې پروګرام په غونډه کې وویل، د هر افغان جایداد باید شرعي قباله ولري، ځکه د افغانستان ۷۰سلنه جایدادونه عرفي قبالې لري.د افغانستان په هره برخه کې د هر افغان جایداد باید له غصب څخه خوندي وي.ولسمشر غني د ښار جوړولو او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته وویل، د حکومت پر وړاندې لویه مساله د جایدادونو د شرعي قبالو برابرول دي.ده زياته کړه، دا چې د ښاري پیوستون پروګرام په ګرد هېواد کې عملي کېږي، د عادلانه، اغېزناک او روښانه تطبیق لپاره یې ټول امکانات برابر شوي دي». ورځپاڼه لیکي، د هېواد ټول ښارونه مخکې نقشه شوي او د کمو خلکو لپاره جوړشوي؛ خو اوس په کابل کې شپږ میلیونه خلک اوسي او په ښار کې یې ګڼه ګوڼه زیاته شوې، چې د هوا ککړتیا او د اسانتیاوو نشتوالي ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ  کړي دي.

«هشت صبح» ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې په بغلان کې د برېښنا د پایو د چپه کېدو په اړه مقاله لیکلې ده. هشت صبح لیکي: د بغلان په ډنډ غوري کې د برېښنا پایې په هغه سیمه کې چپه شوي، چې هلته طالبان دي؛ خو د پایو چپه کېدل نه طالبان مني او نه هم حکومت. ورځپاڼه پوښتنه کوي، چې د برېښنا پايې نو چا غورځولي او کابل یې تیاره کړی دی؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close