د کابل په بازارونو کې د نن ورځې د توکو بیې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳)

د کابل د نن ورځې په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې څرګند بدلون نه و راغلی خو د سرو او سپینو زرو بیې پورته تللې وې .

د کابل په تیمور شاهي جاده کې نن ورځ د عربي سروزرو بیه له ۲۳۰۰ نه ۲۳۵۰ افغانیو ته او روسي سره زر له ۱۷۵۰ تر ۱۸۵۰ پورې وه.

خو د خوراکي توکو بیې د تیرې اونۍ په څیر وې.
٤٩ کيلو پاکستانۍ بوره په عمده ډول ١٦٠٠ افغانى، پرچون ۱۷۵۰ افغانۍ.
۵۰ کيلو قزاقي اوړه عمده ١٢٠٠ افغانى، پرچون ۱۳۰۰ افغانۍ.

٢٤ کيلو اول سیله پاکستانۍ وریځې عمده٢٠٠٠ افغانۍ، پرچون ۲۴۰۰ افغانۍ.
او ١٦ لیتره خورشید غوړي عمده ١٠٢٠ افغانۍ، پرچون ۱۱۳۰ افغانۍ پلورل کیدل.

دغه راز د کابل د خوراکي توکو په منډیي کې یو کیلو اندونيزيايي چای په عمده ډول ٢٨٠ افغانۍ او پرچون ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو افریقایي تور چای عمده په ٣٠٠ افغانۍ خو پرچون په ۳۵۰ پلورل کیده.

د سون توکو نرخونه:
نن په کابل کې د تیرې اونۍ په څیر ۱ لیتر ډیزل په ۴۵ افغانۍ او یو لیتر پطرول په ۵۵ افغانۍ پلورل کیدل، د دې ترڅنګ د یوکیلو مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ وه.

د اسعارو بیې:

یو ډالر ۷۲،۳۵
۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې ۶۰۰ افغانۍ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close