د کابل: په طلایي ښار ګوټي کې ماین چاودنه شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) زرغون خوږیاڼی

نن ماښام ناوخته د کابل ښار د اتمه امنیتي حوزې اړوند طلايي ښار ګوټي کې د ماین چاودنه شوې. د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي چې چاودنه د یو چسپکي ماین په توسط رامنځته شوې چې په یو موټر پورې نښلول شوی و.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه په یو موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په توسط رامنځته شوه.

د کابل د پولیسو د جنايي څیړنو رئيس فریدون عبیدي بمي چاودنه تاييد کړې، د نوموړي په وینا، د پيښې ځای د پولیسو لخوا محاصره شوی دی.

په یاده چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته .

د چاودنې مسؤليت تر اوسه چاپه غاړه نه دی اخيستی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close