د کابل په لویدیځ کې دوه چاودنې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۰)

 

نن مازدیګر او اوس ماښام د کابل ښار لویدیځه برخه کې د مقناطیسي ماین دوه چاودنې شوې.
د کابل پولیس وایي، لومړۍ چاودنه مازدیګرمهال په کمپنۍ سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر د مقناطیسي ماین په مټ چاودنه شوې چې څلور کسان په کې ټپیان دي ،ویل کیږي د ځینو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی.
د یادې چاودنې په تعقیب نن ماخوستن مهال نږدې ۸ بجې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د پل سوخته  سیمې  ته نږدې یوه بله چاودنه هم وشوه.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وایي، په چاودنه کې یواځې موټر چلوونکی ټپي شوی.
نوموړي نه دي ویلي چې موټر چلوونکی څوک او د کومې ادارې کارمند و، که عادي وګړی.

د یادو چاودنو مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close