د کابل پېښې تر څنګ دې د لوګر د ملکي وګړو وژل هم وغندل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳۰)

تيره ورځ د کابل په يوه هوټل کې د ميلادالنبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت د راغونډ شويو علماو او عامو خلکو پر يوه يوه پروګرام کې چاودنه وشوه چې له کبله يې تر نږدې شپيته کسان ووژل شول او شاوخوا اتيا تنه نور ټپيان شول.

دغه چاودنه چې چارواکي يې يو سرتيری بريد خو ځينې نورې سرچينې يې  بيا د استخباراتو کار بلي چې په وينا يې غواړي د مذهبونو تر منځ تاوتريخوالي ته لمن ووهي.

په کابل کې چاودنه  ولسمشر غني، طالبانو، ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا او ګڼو نورو سيمه ييزو هېوادونو او ادارو غندلې ده چې تر دې مخکې هم ورته ډول چاودنې غندل شوي دي.

که څه هم د دغه ډول ځينو چاودنو پړې چا په غاړه نه دي اخيستي او ځينې يې داعش ډلې منلي خو ټولې خواوې يې د هېواد او د خلکو د دښمنانو کار بلي چې دغه ډول اعمال رښتيا هم د مسلمانانو، هېواد او افغانانو دښمنان ترسره کوي.

خو سوال دا دی چې د همدغې ورځې په ماښام په لوګر ولايت کې د معلومو عسکرو له لوري عام خلک، مسلمانان او هېوادوال زورول کېږي او پر هغوی شپني عمليات او بمبارۍ کېږي نه يې بشري حقونه غږ پورته کوي، نه يې حکومتي ادارې، ارګ ، غني، ناټو او يا هم ملګري ملتونه په اړه غبرګون ښيي.

تيره شپه ځانګړو ځواکونو د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې شپني عمليات او بمبارۍ کړي چې د ځايي خلکو او خبري سرچينو په وينا د ښځو او ماشومانو په ګډون تر پنځلس پورې عام ملکيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

که څه هم طالبانو تر دې مخکې او په لوګر کې اوسني عمليات وحشت او جنایت بللی خو تر اوسه يې نه په اړه ولايتي ادارې، نه ارګ، ملګرو ملتونو او نه هم د بشري حقونو ادارو غبرګون ښودلی او نه به يې وروسته د ورته ډول کړنو په اړه وښيي ځکه چې په شپنيو عملياتو، ډرن بريدونو او بمباريو کې امريکايي ځواکونه دخيل دي او يادې ادارې تر ډيره د دوی تر مستقيم امر لاندې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close