د کابل ځوانان له بې کارۍ په تنګ راغلي

/لیکنه / هېواد خوږیانی

د کابل ښار ځوانان وايي، د ګډحکومت په منځته راتګ د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده او ورځ تر بلې ډېری ځوانان دندې له لاسه ورکوي او بې کاره کېږي.

ډېری ځوانان وايي، زیاتې خصوصي ادارې په ټپه دریدلي او له امله یې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.په دغه بې کاره ځوانانو کې زیات لوستي هم دي، خو بیا هم بې کاره دي.

د روح الله په نامه یو ځوان وايي، دوه کاله مخکې له پوهنتون څخه فارغ شوی یم؛ خو تراوسه مې دنده نه ده پیداکړې. دی وايي، زیاتو ادارو ته یې اسناد ورکړي، خو د واسطې نشتوالي له امله په هرځای کې پاتې شوی یم.

د بریالي په نامه یو بل ځوان وايي، درې کاله مخکې د کابل پوهنتون د اینجینرۍ پوهنځي څخه فارغ شوی. تېرکال مې د څومیاشتو لپاره په یوه شرکت کې دنده ترسره کړه، خو اوس هغه شرکت هم تړل شوی او ټول کارکوونکي یې بې کاره شوي دي.

نوموړی وايي، هر سهار چوک ته راځي، چې څوک به یې کار ته له ځان سره بوځي، خو په کابل کې د یخنۍ له امله زیات کارونه دریدلي او ورځ مزدورۍ ته یې هم څوک نه بیايي.

د مرکزي احصايي د ملي ادارې مشر حسیب الله موحد وايي، تېرکال د بې کارۍ کچه ۱۵سلنه وه، خو سږکال اټکل کېږي، چې دغه کچه به څلوېښتو سلنې ته لوړه شي. د نوموړي په خبره، په صنعتي برخه کې هم زیاتو ځوانانو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي.

نږدې شل ورځې مخکې د ډېموکراسۍ انټرنېشنل په نامه یوې مدني ټولنې ټول پوښتنه کړې وه، چې په هغه ټول پوښتنه کې هم د بې کارۍ کچه لوړه ښوول شوې وه.

د ډېموکراسۍ انټرنېشنل په نامه بنسټ دغه څېړنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې، له ۴۰۲۰ کسانو سره د مرکو پر مټ، په څلورو میاشتو کې بشپړه کړې وه، چې د افغان ځوانانو پر وړاندې یې بې کاري ستر ګواښ ګڼلی و.

ددې بنسټ سلاکار زکریا بارکزی وايي”زموږ دا څېړنه ښيي چې بې وزلي او بې کاري د افغان ځوانانو پر وړاندې د ستونزو په سر کې ده او له بلې خوا په سیاسي برخه کې څرګنده ده چې د کار نشتوالی چې ځوانان او ښځې ورسره مخ دي، پر څېړنو او حکومت یې د دوی باور کمرنګه شوی دی.”

په کابل کې د بېلابېلو ادارو له لوري ټول پوښتنې شوي، چې ټولو یې ویلي دي، چې افغان ځوانان له بې کارۍ څخه رنځ وړي. ځینې ادارې وايي، نږدې څلور میلیونه افغانان بې کاره دي، چې زیاتو نیشه يي توکو ته مخه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close