د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه (۲۸ کب ۱۳۹۴ه‍ ش )

د کابل څخه خپریدونکو ورځپاڼو ننۍ سر مقالې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي. د کابل څخه خپریدونکې خپلواکې ورځپاڼې« سرنوشت» خپله ننۍ سر لیکنه د سولې موضوع ته ځانګړي کړې ده. سرنوشت د سولې په اړوند د دولت اوسنۍ تګلاره نقد کړې ده او له اوسني دولت یې غوښتنه کړې، چې د سولې په برخه کې د پاکستان پرځای مخامخ له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

سرنوشت خپله سرلیکنه«ایا د سولې روان میکانېزم ناکامۍ خوا ته روان دی؟» په پوښتنه پیل کړې ده.سرنوشت زیاتوي«یوه لسیزه کېږي چې د سولې په تړاو بحثونو کې پاکستان د افغان ستونزې د حل اساسي کیلي ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې د سولې په خبرو کې پاکستان  زموږ د حکومتونو لپاره یو مهم ادرس ګڼل شوی دی. د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د تېر حکومت پالیسي هم دا وه چې له پاکستانه یې د همکارۍ تمه کوله، خو له اوسني حکومت سره یې په ډېرو برخو توپیر درلود. اوسني حکومت د سولې په برخه کې پر پاکستان ډېره تکیه وکړه.»

سرنوشت لیکلي، د ملي یووالي حکومت هم د تېر حکومت په څېر پر پاکستان ډېر باور کوي، چې له امله یې جګړه غځیږي.«د ملي یووالي حکومت داسې انګېرلې وه، چې له پاکستان سره سوله به سملاسي طالبان د جګړې له ډګره را وګرځوي. د دې پر ځای چې پاکستان د اوسنۍ جګړې د یو  اړخ په توګه په پام کې نیول شوی وای، د جګړې مهم لوبغاړی وګڼل شو او د طالبانو په نیابت له پاکستان سره خبرې پیل شوې.»

سرنوشت لیکي«دا به لومړی ځل وي، چې طالبان د ژمي په موسم کې هم جګړه کوي. هلمند او بغلان ولایتونه سږ کال ژمی د جګړې مهم مرکزونه وو. د سولې مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه، تېره اونۍ په اسلام اباد کې شوې وای، لا یې برخلیک معلوم نه دی.»

سرنوشت په خپله سر مقاله کې له دولته غوښتي، چې نور ددې وخت رارسېدلی، چې مخامخ له طالبانو سره خبرې پیل شي او پاکستان د سولې په خبرو کې مهم ونه بلل شي.

له کابله بله خپریدونکې خپلواکې ورځپاڼې «ویسا» نن خپله سرلیکنه د طالبانو وروستیو بریدونو ته ځانګړې کړې ده او د غزني امنیتي چارواکو هغه خبرو ته تم شوي، چې د غزني د سقوط خبرداري یې ورکړي دي. ویسا لیکلي«له څو لسيزو راهيسې زموږ د ولس لويه بدمرغي دا ده چې نورو ته يې د تمې سترګې نيولې دي، د نورو ارادې چې د خپلو په څېره كې پرې حاكمې شي، هره ژمنه چې ورسره شوې پوچه ختلې، هر شعار چې ورته تكرار شوى سرچپه شوى دى، دغه سپېره بهير د 1357 لمريز د غوايي له كودتا نه پيل شوى او تر ننه روان دى.غوايي كودتاچيانو د كور، كالي، ډوډۍ شعار اوچت كړ، په ګور، كفن او ويرونو واوښتل.»

ویسا لیکي، د ولسوالیو د سقوط خبرونه هره ورځ اورو؛ خو اوس هم امنیتي چارواکي لاپې کوي او داسې ښيي، چې دوی کولی شي اوسنی نا امنه حالت کنترول کړي.

ویسا د غزني چارواکو خبرو ته اشاره کړې ده« د غزني د امنيې قوماندان يې ادعا كوي چې دلته د امنيتي ځواكونو تشكيل كم كړاى شوى دى. په يوه نا امنه ولايت كې د امنيتي ځواكونو د تشكيل كمول له دې پرته بله معنا درلوداى شي چې چارواكي اصلاً قصداً غواړي دغه ولايت سقوط شي؟»

ویسا لیکلي، د فراه، نورستان، هلمند او اروزګان چارواکو ویلي دي، چې د یادو ولایتونو زیاتې ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي او که پام ورته ونه شي، نو زیاتې ولسوالۍ به یې له لاسه ووځي.

«کابل پوسټ» ورځپاڼې خپله سرلیکنه د ناټو د سرمنشي نویو ژمنو ته ځانګړې کړې ده. کابل پوسټ لیکي، د ناټو سازمان سر منشي ینس ستولنبرګ په کابل کې د ګډ حکومت له مشرانو سره ژمنه کړې، چې د افغان عسکرو روزنې ته به پام کوي او د مرستو لړۍ به روانه ساتي.

د کابل پوسټ د سرلیکنې له قوله، ینس ستولنبرګ له افغان چارواکو سره ژمنه کړې، چې ناټو سازمان د افغان امنیتي عسکرو اوږدمهالې مرستې کوي او خپلې مرستې به روانې ساتي، تر څو افغان امنیتي ځواکونه پر خپلو پښو ودریږي. کابل پوسټ ورځپاڼې د ناټو د اوسني مشر خبرو ته هیله من نه دي، د کابل پوسټ په خبره ناټو له دې وړاندې هم له افغان چارواکو سره ژمنې کړې؛ خو زیاتې یې سرته نه دي رسولې.کابل پوسټ لیکلي، ناټو دې په افغانستان کې نور د جګړې په پای فکر وکړي، نه د جګړې په غځولو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close