د کابل ښاروال له خپلې دندې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)

د راپورونو له مخې د کابل ښاروال عبدالله حبیب زي هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

عبدالله حبیب زي په خپله رسمي فسبوک پاڼه منلې چې ولسمشر ته يې استعفا وړاندې کړې زیاتوي چې ولسمشر يې استعفا تاييد کړې ده.

حبیب زي له غني مننه کړې چې پر ده يې باور کړی او د کابل ښاروال يې ټاکلی و خو دا يې نه دي ويلي چې د څه لامله استعفا ورکوي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري رسنیو ته ويلي، چې ولسمشر غني د کابل د ښاروال استعفا منظور کړې ده.

عبدالله حبیب زی په ۱۳۹۵ل کال کې د ولسمشر غني په فرمان د کابل سرپرست ښاروال ټاکل شوی و.

شاوخوا  څلور ورځې مخکې د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر هم له خپلې دندې استعفا وکړه چې لامل يې د حکومت له مشرتابه سره سياسي اختلافات بلل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close