د کابل_پروان پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۹)

راپورونه وایي چې د کابل – پروان پر لویه لاره د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې خونړۍ ترافیکي پیښه رامنځته شوې چې له امله یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان ولایت د ترافیکو مدیر محمد نذیر وایي، پیښه د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په نتیجه کې یې ۸ تنه وژل شوي او څوتنه نور ټپیان دي.
نوموړی وایي، په وژل شویو کې دوه ښځې درۍ سړي او درې ماشومان شامل دي او د دوو ښځو په ګډون څلور تنه نور ټپیان دي.
د پروان د سل بستریز روغتون رئیس عبدالخلیل فرهنګي د ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close