د کالفورنيا اور تر اوسه ۵۰۰ کورونه سوزولي

کابل ټکی کام ۲۵وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د امريکا په کالفورنيا ايالت کې له يوې مودې راهيسې لګېدلي ستر اور تر دې دمه ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول سوزولي او سلګونه نور يې زيانمن کړي دي.

د سيمې خلک د تېز اور له کبله سخت وارخطا دی، هغوی وایي، دغه اورونه به خلک ووژني، موږ بايد خپله وسه وکړو، ځکه موږ له طبيعت سره په جګړه کې يو او طبيعت له موږ زورور دی.

د سيمې يوه بل تن وويل: په راتلونکو مياشتو کې هم د دغه اور د ختمېدو څرک نه وينو، بايد اوږد پلان ونيول شي او ټول څه مو چې په وس کې دي، وکارول شي.

د کالفورنيا چارواکو په څلور لويو سيمو کې بېړنی حالت اعلان کړی او زياته کړې يې ده، چې وضعه ډېره ګډه وډه ده.

دغه اور سلګونه ميله سيمه رانغاړلې ده او په چټک ډول خپرېږي او د سيمې د خلکو په وينا هر څه يې لولپه کړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close