د کانونو او پټرولیم وزارت لس میاشتې کیږي، چې بې وزیره دی

کابل ټکی کام ۲۳ مرغومی/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغان حکومت پر مشرانو تور لګوي، چې خپلې شخصي او فردي ګټې پالي او نه غواړي چې د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره نوی وزیر وټاکي.

دغه وزارت لس میاشتې کیږي، چې بې وزیره دی او د سرپرست له خوا اداره کیږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر لس میاشتې وړاندې د کانونو په چارو کې د لاسوهنې له کبله استعفاء ورکړې وه.

د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي وايي، چې کانونو او طبیعي زېرمو ته نه پاملرنه د هېواد په زیان تمامیږي.

د دغه وزارت د پروژ و رئیس ذبیح الله سروري وايي، چې د تېلو او ګازو ساحې د پراختیا په لور، د نویو سروې ګانو ترسره کول او د ګازو د څاګانو بیا رغول او د کارخونو د ظرفیت لوړول په منظمه توګه روان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close