د کانکور ازموینو پایلې اعلان شوې

د افغانستان په کچه د سږکال د کانکور ازموینو لومړۍ نمبر؛ تهمینه ولد عبدالصبور د کابل اوسیدونکې او د افغان- ترک لیسې د نجونو د برخې زدکونکې چې په، ۳۵۳ نومرو یې د کابل معالجوي طب پوهنتون ته لار پیداکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۰)

څو شیبې وړاندې د لوړو زدکړو وزارت د کانکور د ازموینو پایلې اعلان کړې.
د لوړو زدکړو وزیر خواجه عمري وویل، له اول څخه تر ۵ نمبر پورې کامیاب زدکونکو ته په بهر کې د زدکړو زمینه برابروو او په ښوونیزو بوروسونو کې یې د دوی د خوښې پوهنځي ته استوو.
په غونډه کې د دې وزارت ویاند وویل، سږنیو آزموینو ته ۲۰۰۴۶۱ تنو نوم لیکنه کړې وه چې ۱۵۸۵۸۹تنو په کې عملاً ګډون وکړ.
نوموړی زیاتوي، په آزموینو کې ۶۶۸۰۳ تنه عالي تحصیلاتو ته کامیاب او ۱۹۰۰۰ ناکام پاتې شول.
په یادو آزموینو کې

د افغانستان په کچه د سږکال د کانکور ازموینو لومړۍ نمبر؛ تهمینه ولد عبدالصبور د کابل اوسیدونکې او د افغان- ترک لیسې د نجونو د برخې زدکونکې چې په، ۳۵۳ نومرو یې د کابل معالجوي طب پوهنتون ته لار پیدا کړه.

دوهم نمره محمد عمادالدین ولد عبدالقادر د هرتت ولایت اوسیدونکی چې په ۳۴۸.۶۹ د کابل معالجوي طب کامیاب شو.
دربم نومره د بامیانو ولایت اوسیدونکی مختار د خادم ځوی او په ۲۴۸.۲ نمبرو د کابل معالجوي طب ته بریالی شو.

څلورم محمد هادي په ۳۴۸ او پنځم نمبر صفدر په ۳۴۶ نومرو ګټلو بریالی شو.

‏د لوړو زدکړو وزارت ویلي چې سږکال هم د تیر په څیر  د ازموینو په پایلو کې لاسوهنه نه ده شوې.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close