د کانکور نوې طرحه: ۲۵ سلنه آزموینه په جلا توګه اخیستل کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۱۷)

د لوړو زدکړو وزارت وایی، چې نوې جوړه شوې طرحه یې خورا په دقت سره ارزیابي کړې او هڅه یې دا ده څو په وروسته پاتې ولایاتو کې مهم علمي کدرونه پیدا کړي.
وزارت وایي، ۷۵ سلنه برخه د عمومي کانکور آزموینې او ۲۵ سلنه یې د سیمه ییزو آزموینو له لارې سیالیو ته کېښودل کیږي ،چې له همدې لارې به هغه کسان چې لوړې نمرې یې وړي دي پینځو کلیدي پوهنځیو ته لاره پیدا کوي.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وایي، د وروسته پاتې ولایتونو لپاره په پنځویشتو سیتونو کې به چې د کانکور له آزموینې جدا برخه ده؛ د ټولو ولایاتو کسان ګډون کوي او غوښتونکي به یې د ځانګړې آزموینې له مخې؛ چې له اصلي کانکور څخه ټیټه کچه ده؛ سیالي کوي.
له همدې کسانو به هم هغه شاګردان چې لوړې نمرې یې وړي وي، لوړو دولتي پوهنځیو لکه طب، انجینري، حقوق، اقتصاد او کرنې ته لاره پیدا کوي.
وزارت وایي چې موخه یې په ځینو وروسته پاتې ولایتونو کې د علمي استعدادونو د پیداکولو هڅه ده.
بلخوا د ولسي جرګې غړي دا پریکړه غیر معقوله بولي او زیاتوي ؛ “ داڅنګه امکان لري، چې یو زدکوونکی په ټیټو نمرو سره لوړ پوهنځۍ ته لاره پیدا کړي او یو تکړه زدکوونکی له همدې زدکوونکي سره په یو پوهنځي کې کیني؟“

خو وزارت بیا وایي چې وروسته پاتې کسانو ته د عامه پوهاوي کوروسونه هم پر لار اچوي څو په آسانۍ سره وروزل شي.

وزارت دغه راز وایي چې دا پریکړه یې د سهمیه بندۍ له مخې نه ده کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close