د کاپيسا د ولايتي شورا د غړي ساتونکو پر خلکو ډزې کړي- شپږ تنه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۰)

د کاپيسا د ولايتي شورا د يوه غړي محفوظ صافي ساتونکو پر عامو خلکو ډزې کړي چې شپږ تنه يې ټپيان کړي دي.

چارواکي دغه پېښه تاييدوي وايي، د نوموړي ساتونکو تېره شپه پر خلکو ډزې کړي خو تر اوسه يې لامل نه دی په ډاګه شوی.

د دغه پېښې په غبرګون خلکو لاريون کړی او د کابل- کاپيسا لويه لاره يې د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې ده.

لاريونوال وايي، د پېښې په اړه دې پلټنې وشي او مجرمينو ته دې سزا ورکول شي.

امنيتي مسئولين وايي، د محفوظ د ساتونکو د ډزو په اړه يې څېړنې پيل کړي او په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

وړمه ورځ د لغمان په مرکز مهترلام کې هم د ولايتي شورا د يوه غړي عزيزالله ساتونکو يو عام کس وهلی و، چې تر وهلو وروسته لاریون وشو، پوليسو پر لاريونوالو ډزې وکړې او په ترڅ کې يې شپږ لاريونوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close