د کروشیا ولسمشره: په افغانستان کې دخپل هیواد امنیت ساتو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د کروشیا هیواد ولسمشره افغانستان ته راغلې وه او الوتکې یې د کابل پر ځای د مزارشریف په هوایي ډګر کې ناسته کړې.

ولسمشره “ کلویندا ګرابر کیتاروچیک“ له دې پرته چې له کوم افغان چارواکي سره لیدنه وکړي، نیغ په نیغه په دې ولایت کې د خپلو میشتو عسکرو لیدنې ته ورغلې او هغوی ته یې وینا کړې.
نوموړې خپلو ځواکونو ته ویلي چې افغانستان ته یې د دې لپاره رالیږلي چې دلته د خپل هیواد ساتنه وکړي.
نوموړې د سپارښتنې په توګه وویل “ دلته ستاسو دنده په اصل کې د خپل هېواد (کروشیا) ساتل دي، موږ د افغان خاورې پر ځای باید خپل ټاټوبی په نظر کې ونیسو“

د کروشیا ولسمشره

کروشیا هیواد په افغانستان کې تر سلو زیات سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده مخته وړي.
دالومړی ځل نه دی چې د یوه هیواد لوړ پوړی چارواکی د افغان خاورې د امنیت د خوندیتابه پرځای خپل امنیت ته ترجیح ورکوي ، تر دې وړاندې ګڼو امریکایي او بریتانوي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی افغانستان ته د خپلو هیوادونو د ثبات په موخه راغلي او غواړي ټوله هغه ګواښونه چې له افغان خاورې یې اړوندو هیوادونو ته متوجه دي، رفع کړي.
د هیواد ولسمشر هم په ځلونو ټینګار کړی چې افغان عسکر د نړیوال ثبات لپاره قرباني ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close