د کرکټ بورډ اجرایه رئیس له دندې ګوښه شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې چارواکي وایي، د دغې ادارې اجرایه رئیس شفیق ستانکزي له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې اسدالله خان ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي رسنیو ته ویلي، د ولسمشر د حکم له مخې، تر دې وروسته به د کرکټ بورډ په مشرانو کې د اساسنامې له مخې تغییرات راځې، چې له مخې یې اوسمهال د شفیق الله ستانکزي دنده پای ته رسیدلې او نوی رئیس به هم تر نړیوال جام پورې اجرائیه سرپرست وي.

فضلي وویل، اوس په کرکټ بورډ کې دولتي کسان تر ډیره لاسوهنه نه شي کولای، ځکه چې په وینا یې اوس ولسمشرۍ ماڼۍ ته د مشورې ورکولو لپاره نوي کسان چې د کرکټ تخنیکي او مسلکي غړي دي؛ ور معرفي شوي دي.

دا تغییرات داسې مهال مخته راځي، چې افغان لوبډله اوسمهال هند کې ده او په پام کې ده چې د ایرلینډ په خلاف درې شل اوریزې، پنځه پنځوس اوریزې او یوه ټسټ لوبه ترسره کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close