د کرکټ ملي لوبډله د لوبو ترسره کولو لپاره امریکا ته ځي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ سیالیو د ترسره کولو لپاره د امریکا فلوریډا ایالت ته ځي.

د امریکا د کرکټ شورا لخوا د ( US Open Cricket) ټورنمنټ جوړ شوی، چې د نړۍ والو لوبغاړو په ګډون په کې ۱۶ ټیمونه تر بیلا بیلو نومونو لاندې برخه اخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د المصافي کرکټ ټیم تر نوم لاندې درې لوبې ترسره کړي.

دا به د افغان لوبډلې د ټولو غړیو لپاره لومړي ځل وي چې امریکا ته د کرکټ لوبو ترسره کولو لپاره ورځي، ویل کیږي چې په دغې ټورنمنټ کې به د پاکستان، سري لنکا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او د ځینو نورو ملکونو غوره لوبغاړي هم برخه واخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئيس عزیزالله فضلي امريکا ږغ ته ویلي دي، چي په دې لوبغاړو کي نجیب ځدران، نجیب ترکی، آفتاب عالم، نورالحق ملکزی، فرید ملک، گلبدین نایب، افسرځاځی، شبیرنوري، ناصر جمال او ځینې نور لوبغاړي شامل دي، چي د نومبر میاشت په ۲۱ نیټه به امریکا ته ولاړ شي.

د فضلي په وینا افغان لوبډله به امریکا ته د افغانستان لخوا د سولې پیغام هم ور ورسوي، تر څو د امریکا ولس خپل پوځیان په افغانستان کې د زور ازمايي پر ځای د سولې لاره خپله کړي.

د یادونې وړ ده چې تیره کال هم دغې ټورنمنټ ته ۶ افغان لوبغاړي ورغلي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close