د کمونست نجيب د شخصيت او ځينو جنايتونو په هکله لنډ معلومات

مل پاسوال (ميدانوال)

په نېټ کې مې وليدل چې يو کمونست ليکلي يې وه شهيد نجيب الله او…………..
په سترګو مې توره شپه شوه لازم مې وګڼله چې نجيب ځوانې طبقې ته د څو مؤثقو او مسلمو جملو په ليکلو سره په لنډه توګه ورمعرفي کړم:

• ډاکتر نجيب د هلکتوب په موده کې سست عنصری فاحش او په بې ساري ډول بې حيا ء وه.

• ډاکتر نجيب هلک، په عقل خام او له دينه بې خبره وه چې کمونستانو (پرچميانو) جذب کړ، د تحصيل په موده کې يې کمونست ګوند ته د جذب په لاره کې له ډېرو جذباتو او افراط څخه کار اخيست تر دې چې ځوانانو او خپلو همصنفيانو ته يې د هغوی د تشويق او تمايل په منظور ناوړه کارونو ته به هم ځآن وړاندې کاوه او په دې يې فخر هم کاوه؛ ځکه چې کمونستانو خپله عقيده باندې سمدستي عمل ته زيات اهميت ورکاوه له همدې امله به چې کوم کمونستان په لومړي وخت کې له مسکو څخه را ستنېده، بې له دې چې د خپل کور او چاپيريآل عقيدوي او عنعنوي حالاتو ته نظر وکړي په بې باکانه توګه يې د خپلې مزخرفې عقيدي تظاهر کاوه، لکه:
کمونستي بنسټ ګرو – لينن وغيره – ته د پيغمبرانو په کچه عقيدتمندي او محترم ګڼل،
د انسان پيدائښت له بيزو څخه،
د هرڅه په وجود کې ماده مؤثره ګڼل،
د دين هره خبره د عقل په تله کې تلل او بيا پرې رشخند وهل،
علماؤ پسې رد بدل ويل،
د مساجدو بې احترامي کول،
په ږيره استهزاء،
په اسلامي حجاب ملنډې، حتی له خپلې خور وغيره محرماتو سره د نکاح څرګندونه او داسې نور..

• ډاکتر نجيب هغه ګوند سره تعلق درلود چې هغه په ايډيالوژيکي، سياسي او په هر اړخيزه توګه روسانو سره تړلی و، او مادي او معنوي تمويل او اکمال يې د هغوی په غاړه و..
• د کمونستانو تر کودتاه وروسته روسانو ډاکتر نجيب ته خصوصي توجه وکړه هغوی تر مستقيمې تربيې لاندې ونيو او ټول هغه طور او طريقې يې هغه ته تلقين کړې کوم چې د ساده افغانانو د غولولو او ايل کولو په اړه اغېزمنې وې.

• روسان چې کله افغانستان ته راغلل او تر خلقيانو وروسته يې پرچميان د واک په ګدی کېنول، د خاد – استخباراتو – لپاره يې ډاکتر نجيب مناسب څېره وګنله، کله يې چې ډاکتر نجيب زيات د افغانانو په حق کې بې رحمه، سخت زړه او اشغال ته بې کچه وفادار وليد بيا يې کارمل لرې کړ او دی يې جمهور رئيس په توګه وټاکه.

• روسانو تر نورو کمونستی مشرانو – نورمحمد ترکی، حفيظ الله امين او کارمل – په ډاکتر نجيب زيات باور درلود له همدې امله يې تر پايه د هغه تبادلې ته اړتيا محسوس نکړه او د روسانو تر وتلو وروسته يې د روسانو د خواهش مطابق د هغوی په وسلو او امکاناتو وکولای شول چې بمبارونو، اسارتونو او ورانکاريو ته تر مخکې لا ښه دوام ورکړي، بلکې ځينې هغه استخباراتي خطرناک طويل المدت پلانونه يې هم عملي کړل چې د روسانو زړه يې په افغانانو او مجاهدينو يخ کړ ګران هېواد يې د اور په بټی بدل کړ نو چې تر اوسه دا اور بل ده هر څوک تيل ورباندې پاشي، نو چې تر کله به دوام وکړي.

• له ما سره د ډاکتر نجيب د تعريف په هکله تر دې نور لنډ الفاظ نشته پرته له دې چې د برما له موجوده ولس مشر سره يې تشبيه ورکړم ؛ ډاکتر نجيب د افغانستان له مسلمان ولس سره داسې څه وکړل لکه د برما مسلمانانو سره چې د برما مشر وکړل،
همداسې يې د بمونو په اور وسوځول،
کورونه يې ور رنګ کړل،
باغونه فصلونه يې ور ختم کړل،
په پليګون کې يې په ډله ايزه توګه په ډېره بی رحمی په شهادت ورسول د کور او وطن پرېښودو ته يې اړ کړل چې ډيری هېواد والی لا تر اوسه د هجرت د احتياج شپې او ورځې تيروي، نو که چېرې د برما مشر مجاهدين مردار کړي هغه به هم شهيد وي، خو که هغه مشرک ده ډاکتر نجيب زنديق او ملحد و، که هغه ظالم ده ډاکتر نجيب تر هغه بد تر ظلمونه او جنايتونه وکړل نو چې نجيب ته شهيد وايي د سړي غوني ورته ځيږه شي.
دومره کم وخت کې دومره بی شرمی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close