د کم خوب کولو زيانونه

ژباړه: جلال

روغتياپالان د څومره خوب کولو مشوره ورکوي او ايا د خوب لپاره ښه وخت کوم کيدلای شي؟

دا چې نن وخت د فسبوک او لا زياتو مصروفياتو له کبله د خلکو خوب شپږ او پنځو ساعتونو ته راکم شوی نو روغتيايي چارواکي وايي چې کم خوب د انسان له سترګو شاوخوا حلقې پيدا کوي او نورې ناوړه ناروغۍ منځته راتلای شي.

انسان ته پکار ده چې کم له کمه له اوو تر اتو ساعتونو خوب وکړي او له دغه اندازې چې زيات شي هم انسان ته زيان اړوي.

اروپايي څېړونکي وايي، د شپې له لس بجو د سهار تر څلور بجو پورې د خوب کولو تر ټولو ښه وخت دی.

دا د اوسنيو څېړونکو خبره ده چې ګټوره ثابته شوې خو پيغمبر عليه السلام څوارلس سوه کاله مخکې ويلي چې که د ماسختن تر لمانځه وروسته مو ضروري کار نه وي نو اوده شئ او سهار وختي پاڅېږئ. که په دغه تګلاره مو عمل وکړ هم به مو خوب پوره شوی وي او هم به مو د پيغمبر عليه السلام د سنتو تابعداري کړې وي.

همداراز که د غرمې ستاسو لپاره وخت وي نو هم يو یا دوه ساعته خوب کولای شۍ چې ستاسو د صحت لپاره ګټور دی.

او دا هم د پيغمبر عليه السلام په سنتو کې راځي چې (قيلوله) ورته ويل کېږي.

د کم خوب کوونکي زيانونه:

روغتيا پالان وايي، کم خوب پر انسان منفي اثر کوي، انسان هميشه جذباتي او ژر غوسه کېږي او دفتري کارونه يې هم په ښه ډول نه شي ترسره کولای.

دوهم زيان يې د سر درد دی چې کم خوب کوونکي کسان هميشه په نیم سر درد اخته وي او د سهار مهال يې پر سر درد وي.

دريم زيان يې غټوالی دی، چې يو انسان تر ناوخته ناست وي نو اشتها يې ډيره وي او خوراک ته يې زړه کېږي چې په دې سره کالوري زياتېږي او د انسان د غټوالي لامل ګرځي.

څلورم زيان يې د سترګو کمزوري ده، چې يو انسان کم خوب کوي هغه ته به هميشه د سترګو ناروغي پيدا کېږي او شايد یو څېز ورته دوه دوه ښکاره شي چې څومره د خوب کموالی زياتېږي همدومره اندازه ورسره د سترګو زيان هم زياتيږي.

په يوه څېړنه کې ځينې کسان اته اويا ساعته خوب ته پرېنښودل شول چې په پايله کې يې فشار زيات شو او نور زيان ورته ونه رسېد خو چې همدغه کسان هره شپه څلور ساعته خوب ته پرېښودل شول نو د زړه ضربان يې زيات شو او د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو اثرات پرې وليدل شول.

دغه راز کم خوب سستوالی هم پيدا کوي، چې په يوه څېړنه کې ځينو خلکو ته د خوب کولو اجازه ورکړل شوه او ځينې نور بې خوبه پرېښودل شول خو د يوې پريکړې پر مهال خوب کوونکي ښه ثابت شول او نه خوب کوونکو کار او پريکړه سسته وه.

هغه څوک چې کم خوب کوي ټپونه (زخمونه) يې ژر نه جوړېږي.

د کم خوب کوونکي کس توجه هم سمه نه وي.

په يوه څېړنه کې ويل شوي، که غواړې ذهناً تيز او ځان بيداره جوړول کړې نو خپل خوب دې پوره کړه.

دغه راز په کم خوب کوونکي انسان د ناروغيو ضد واکسينونه هم په پوره توګه کار نه کوي.

د څېړونکو په وينا، کم خوب لرونکی انسان په خبرو کې هم مشکلات پيدا کيدلای شي لکه نشه يې چې کړې وي او د خوب کمي له دايمي امله نزله او زوکام پيدا کيدلا شي.

د خوب د کموالي له کبله د خيټې مرضونه او شوګر ناروغي هم پيدا کيدلای شي.

په يوه څېړنه کې ويل شوي هغه کسان چې ډير خوب کوي د هغوی ياداشت هم ښه وي او هغه کسان چې کم خوب کوي په ځانګړي توګه له شپږو ساعتونو کم خوب د هغوی د اولاد د نه پيدایش خطر زياتېږي او هر وخت لوږه هم د کم خوب لامل کيدلای شي.

کم خوب د ژر بوډا والي او د څهرې د بوډاتوب خواته د بدلون لامل هم کيدلای شي.

یوه څېړنه وايي، کم خوب کوونکي له ټولنې فاصله پيدا کوي او خلکو سره د مخامخ کيدلو پر مهال مشکلات محسوسوي او د ځانته والي هڅه کوي.

د خوب د کموالي له کبله فشار ناروغي پيدا کېږي چې له امله يې ښايي یو انسان له خپلې کورنۍ سره لهجه تونده او د ژوند مشکلات يې زيات شي زياتوي چې د خوب کموالی د هډوکو کمزوري هم رامنځته کولای شي.

که غواړئ چې خپل صحت ښه وساتئ نو خپل خوب پوره کړئ او له هر ډول ناروغيو ځان بچ وساتئ، له ماخستن وروسته سمدستي خوب کول او سهار وختي پاڅېدل هم د انسان بدن صحتمن ساتي او هم ثواب لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close