د کندز بمبار: بهرني ځواکونه د یوه ملکي وګړي وژل هم نه مني

که څه هم دفاع وزارت د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په رباط کلي کې د پروني بمبار له امله د ملکي وګړو وژل کېدل تاییدوي، خو په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندانۍ وایي چې په بمبار کې هیڅ ولسي وګړی نه دی وژل شوی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، په کابل کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند، مارټین اوډونیل، د ایمېل له لارې ورته ویلي چې د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې هوايي برید امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو د ځمکنيو عملیاتو د ملاتړ په موخه کړی دی.

که څه هم افغان حکومت او دفاع وزارت په بمبار کې د ملکي وګړو وژل کېدل مني، خو د امریکايي ځواکونو ویاند د هغوی څرګندونې ردوي. نوموړی وايي، ”د دې هوايي بریدونو د پېښېدو په ځای کې له یوې ترسره شوې ارزونې هیڅ داسې نښه نه ښکاري چې وښيي د هوايي بریدونو له امله ولسي وګړو ته زیان اوښتی دی.“

د خپلو امریکايي سلاکارانو او مرستندویانو په څېر، ځینې افغان پوځي چارواکي هم په برید کې د ملکي وګړو وژل کېدل نه مني. د کمانډو د لسم کنډک یوه افسر، سیف الدین عزیزي، نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا ”د دښمن پروپاګند“ دی. ”موږ ردوو چې په [هوايي برید کې] ملکي تلفات اوښتي دي.“

ښاغلی عزیزي زیاتوي، ”بهرني ځواکونه زموږ ملګري دي او موږ ولسي وګړي نه په نښه کوو. کله چې بهرني ځواکونه پر یوه ځای د برید پرېکړه کوي، لومړی هر څه ارزوي او وروسته عملیات پیلوي.“

عزیزي په پای کې ویلي، ”که کوم ملکي تلفات اوښتي وي، هغه به طالبانو پر قربانیانو د راکټونو برید کړی وي.“

د کندز د والي ویاند، نعمت الله تیموري، هم نه مني چې برید دې امریکايي ځواکونو کړی وي. تیموري ادعا کوي، ”په یوه چاودنه کې، چې څرنګوالی یې روښانه نه دی، ځینې افغان ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي وو. والي افغان ځواکونو ته امر کړی چې له خلکو سره مرسته او د پیښې په اړه تحقیق وکړي.“

دفاع وزارت ادعا کوي چې بهرني ځواکونو بریدونه له دوی سره په همغږۍ ترسره کوي،خو د چهاردرې ولسوال، زلمي فاروقي، ویلي چې دا برید بهرنیو ځواکونو پر خپل سر ترسره کړی او دوی ترې خبر نه وو. ”نه اردو، نه زه، نه ملي امنیت او نه هم د ولسوالۍ کوم بل بنسټ د دې برید [له ترسره کېدو] خبر وو. [بهرنیان] په خپل سر راځي، یو ځای وُلي او بل ځای پرېږدي.“

د یادونې وړ ده، تېره ورځ د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په رباط کلي کې د امریکايي الوتکو د بمبار له امله، د ۳ ماشومانو او ۸ ښځو په ګډون، د یوې کورنۍ ۱۴ غړي شهیدان شول.

بل خوا، دفاع وزارت بیا په پېښه کې د ملکي وګړو شهادت مني او سیمې تهد یوه تحقیقاتي پلاوي د لېږل کېدو خبره کوي. د دفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش، ویلي چې نن سهار یو پلاوی کندز ته ورسېد او د وضعیت په اړه تحقیقات کوي.

ولسمشر اشرف غني، چې د خپل عادت له مخې په داسې پېښو سترګې پټوي، تر دې دمه د ملکي وګړو د شهادت په اړه څه نه دي ویلي.

پخواني ولسمشر، حامد کرزي، دا هوايي برید پر افغانانو ”تېری“ بللی او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې باید ”د داسې سرغړونو په اړه غږ پورته کړي.“

د کندز بمبار په تېرو ۱۰ ورځو کې، پر ملکي وګړو او ځایونو ۵م هوايي برید دی چې رسنیز کېږي. تر دې وړاندې، د روانې جولای میاشتې پر ۱۲مه، د پنجشنبې په شپه، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د بمبار له امله نږدې ۶۰ ملکي وګړي شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي وو. حکومت او بهرني ځواکونه د زرمت تر بمبار نږدې ۸ ورځې وروسته بیا هم چوپ دي.

تر دې وروسته، د چنګاښ په ۲۶مه (۱۷ جولای) د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په زیولات سیمه کې پر یوه تخنیکي لېسه هوايي برید وشو، چې له امله یې، د ځايي اوسېدونکو په خبره، د لېسې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه او له ګټې اخیستنې ووتله.

تر دې وروسته، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په تودنک سیمه کې د شپې پر مهال د ماشومانو پر یوه دیني مدرسه، چې د امام ابوحنیفه د مدرسې په نوم مشهوره وه، هوايي برید ترسره شو، چې له امله یې خټینه مدرسه په بشپړه توګه ویجاړه شوه، خو چا ته پکې کوم زیان نه وانه وښت.

په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات داسې مهال مخ په زیاتېدو دي چې د ملګرو ملتونو له لوري وروستی خپور شوی رپورټ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په شمېر کې بېساري زیاتوالی ښيي.

په دې رپورټ کې، چې د ۲۰۱۸ز کال لومړۍ شپږ میاشتې په بر کې نیسي، ویل شوي چې په دې موده کې ۱۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه
نیویارک ټایمز او نورې آنلاین رسنۍ
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close