د کندز پر روغتون د اسرائیلي الوتکو بمبار !

کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۴

لیکنه : انجینر زرغون

د کندز ښار د بیا نیولو لپاره چې د فاع وزارت د کندز په هوايي ډګر د خپلو ځواکونو د آمادګۍ خبر ورکړ د چا ذهن ته هم نه راتله چې دولت دې بیا په پرېوتي پوځي مورال د کندز ښار له طالبانو ونیسي که څو دفاع وزارت تبلیغ کړه، خپله د کندز چارواکو ته هم د منلو  نه وه چې د کنټرول شوي کندز د لاسه وتل او بیا لاس ته راوړل دي شونې شي.

د دې وینا سره یو شمېر دسیمې او د افغانستان د جګړې د نتایجو اخیستونکو د مخه وویل، که کندز دولت ونیسي نو د کندز ښاریانو د سرونو په بیه به یې نیسي بیا هم دولت ګرانه ده سرونه به پرې وکړي، کندز به کنډواله کړي د کندز ښاریانو نوې هدیره به جوړه کړي خو دلاسه وتلی کندز به ونه نیسي او که د کندز ښاریان پرې ووژني بیا دولت دا ښار د چا لپاره نیسي.

لومړی خو په کندز کې د لاسه ورکړې کندز عسکر د ښار د بیا نیولو توان نلري که کندز ته ورلېږلي تازه دمې قواوې هم ورسره ملګري شي په ځمکنۍ جګړه دولتي ځواکونه له طالبانو کندز بیا نشي نیولی.

دفاع وزارت هوايي ځواک په واک کې نه لري، که کندز د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي، نو بې له هوايي عملیاتو او بمباریو بل هیڅ نشي کولای.

هوايي بمباري په ناټو کوي چې د ناټو لپاره د افغانستان جومات، کور، روغتون او نظامي مرکز هیڅ توپیر نلري لکه څرنګه اسرائیلي الوتکو په غزه کې جوماتونه او روغتونونه بمبار کړل همغه پېښه په کندز کې هم وشوه د ناټو په چوکاټ کې کفري ځواکونو د کندز روغتونو هم بمبار کړ.

طالبان چې د کندز ښاریانو ژوند سر او مال دواړه خوندي شول خو دولتي ځواکونو او کفري هوايي بمباریو روغتون کې د ناروغانو او ژوبلو ژوند په مرګ بدل شو.

هغه روغتون چې مریضان ورته د درملنې لپاره راوړل شوي وو، په خپلو وینو کې د خاورو او ډبرو لاندې شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close