د کندز په ښار کې د طالبانو د ولکې کړۍ په اوږدېدو ده

کابل ټکی کام ۰۶میزان/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر
د کندز ولایت په ښار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړه دوام لري،په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالبانو ۱۵تنه عسکر وژلي، او ۱افسر او بې شمېره دولتي ودانۍ او وسلې یې نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې طالبانو لاتردا مهاله ۱ مديريت، ۴ پوستې، د کابل بندر لخوا د زاخيلو لوی کلی، سه درک سيمه، د ولايت ۲۰۰ بستريز روغتون، د اسدالله عمرخيل کور، د باغ زراعت سيمه او د امام صاحب د بندر په خوا کې د اربکي قومندان شيخ ظاهر کلی او د زرخريد سيمه کې ۲ پوستې نیولي دي.

او همدا راز یې ۳ رینجر، ۱کروز موټر، ۸کلاشنکوفونه او یو ګڼ شمېر نور مهمات یې نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې په مدیریت او ۴پوستو کې طالبانو ۱۲ تنه عسکر وژلي دي.

د سیمې نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالبان اوس د مالګې منډيي، د پلخمري اډه او تخارستان مدرسه تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي.

طالبانو د اسدالله عمرخېل او د شیخ ظاهر په کلي کې ګڼ شمېر موټر لاس ته راوړي دي.

اوس هم جګړه روانه ده، نور جزئیات وروسته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close