د کندز ګورتېپه کې ۸ افغان امنيتي ځواکونه طالب وسلوالو ته تسليم شوي دي

کابل ټکی کام ( یکشنبه  ١٣٩٤ لړم ٢۴/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۵)

له سيمې نه په تازه راغلي راپورونو کې ويل شوي دي، چې د کندوز ولایت مرکز اړوند د ګورتیپي په سیمه کې ۸ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د طالبانو د دعوت اوارشاد کميسیون په بلنې سره له افغان ځواکونو راجلا او دوي ته تسليم شوي دي .

د خبر په استناد په تسلیم شویو کسانو کې حبیب الله، عبدالقهار، عبدالکریم ، شاه محمد، ګل محمد، محب الله، ګورګ علی او ګل میر شامل دي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د هېواد په نورو برخو کې هم لکه هلمند، فاریاب او جوزجان کې په لسګونه عسکر، پولیس اواربکیان طالبانو ته تسليم شوي دي او د تسليمېدا لړۍ ګرندۍ روانه ده .

سليم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close