د کندهارپیښې تازه حال: ملي امنیت ځینې تورونه رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې جنرال رازق دې د امریکایانو له خوا په نښه شوی او یا دې هم په غونډه کې کوم سیاسي مخالفت راپورته شوی وي.
معصوم ستانکزی وایي؛ تر پېښې وړاندې هيڅ ډول ترخې خبرې نه دي شوي او غونډه خورا صميمانه روانه وه، تر دې وړاندې یو شمیر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې ګنګوسې راپورته کړې چې داپیښه د امریکایي او افغان چارواکو له خپلمنځي جنجال نه رامنځته شوې.
د پیښې پر مهال په غونډه کې ناستو خبریالانو هم رسنیو ته ویلي، چې په یاده غونډه کې امریکایي او افغان چارواکو ترخپل مينځ خندل او ټوکې ټکالې يې کولې.

کابل ټکی کام ته سرچینو ویلي؛طالبانو د والي په باډیګارډانو کښي د وخته نفوذي کس ځای پر ځای کړی و او د غونډي دباندي د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر په انتظار ولاړ و، د غونډي تر خلاصیدو وروسته ماسپښين مهال کله چي جنرال سکاټ میلر د خپل هلیکوپتر پر خوا روان شو د کندهار ټول چارواکي تر هغه چار چاپیر سول او غوښتل یې میلر تر خپل هلیکوپتره ورسوي.

د طالبانو نفوذي سرتیري (ابودجانه) چي بهر یې د سکاټ میلر په نښه کولو کوښښ کاوو مجبور شو چي د کندهار پر چارواکو ډزي پیل کړي او هغوی ووژني ځکه جنرال سکاټ میلر د هغوی په منځ کښي روان و.

په سیمه کښي ولاړو نورو عسکرو نفوذي سرتیری ابودجانه په نښه کړ او جنرال سکاټ میلر د تېښي لار خپله کړه.

چارواکي هم مني چې  ، بریدګر څو ورځې وړاندې د والي په ساتونکو کې ځای پر ځای شوی و، هغه د یوه پخواني ساتونکي په مټ چې د ترور ځوی یې وو راوستل شوی وو.

چارواکي وایي، اوس د یاد برید ګر د امه ځوی نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی.

دغه راز د کندهار د فقید امنیې قوماندان پر ځای د هغه ورور تادین خان سرپرست امنیې قوماندان ټاکل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د جنرال عبدالرازق جنازه به د حامد کرزي تر راتګ پوری معطل وي، کله چې نوموړی له مسکو څخه را ستون شو د دریو واړو وژل شویو کندهاري مشرانو جنازې به ترسره شي.
اوسمهال، د کندهار ښار لويه جاده بنده ده او موټر پر نورو لارو تګ راتګ کوي، دغه راز د روغتونونو د ډاکترانو او پوليسو رخصتۍ لغوه اعلان شوي دي او د لومړۍ درجې احضارات اعلان شوي دي.

باید وویل شي چې پرون ماسپیښین مهال یوه نفوذي طالب د کندهار ولايت مقام کې د بهرنیانو او افغان چارواکو د ناستې پر مهال ډزې وکړې، چې پکې د کندهار والي زلمى ويسا، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د کندهار د ملي امنيت رييس مومن حسن خېل، د کندهار د قول اردو قومندان، د منابع بشري رييس، د ملي ټلويزيون کامره مېن او يو شمېر نور کسان ووژل شول او د امریکایي قوماندان په ګډون ګڼ کسان په کې ټپیان شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close