د کندهار انتخابات او امریکايي میډیا

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۵۲)

د کندهار انتخابات او امریکايي میډیا

واشنګټن پوسټ د اکټوبر پر ۲۷ لیکي په کندهار کي په زرهاوو رایه ورکونو په پارلماني انتخاباتو کي برخه واخیستله. که څه هم حالات تاوجن ول، خو امن وو. د کندهار په ۱۱۰۰ مرکزونو کي قریب نیم میلون خلګو رايي واچولې. پدې انتخاباتو کي ۱۱۱ کاندیدانو په پارلمان کي د کندهار د ۱۱ چوکیو لپاره رقابت کاوه.

زیاتره مرکزونه یا ناوخته خلاص سول، او یا د تکنیکي ستونزو سره مخ سول. ټاکل سوې ده چي د انتخاباتو نتایج به څو هفتې او یا میاشتي په بر کي ونیسي.

که څه هم په کندهار کي تشدد پېښ نه سو، خو وضع ترینګلې وه. په ښار کي د موټرانو او موټرسیکلانو پر تګ را تګ باندي بندیز لګېدلی وو.

په فراه ولایت کي، یوازي په ښار او دوو ولسوالیو کي پارلماني انتخابات وسول.

واشنګټن پوسټ لیکي جمهورریس غني او اجراییه ریس ډاکټر عبدالله دواړه کندهار ته د جنرال رازق د فاتحې لپاره تللي ول. ډاکټر عبدالله وویل چي حتی په محبسونو کي بندیانو هم د جنرال رازق مرګ خواشني کړي دي. جنرال رازق د پاچا جوړونکي حیثیت لاره، ځکه خو د جمهوري ریاست هر کاندید غوښتل چي د جنرال رازق حمایت تر لاسه کړي.

د افغانستان د چارو ماهر ښاغلي سکاټ وورډین وايي طالبان به د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال تر نن لا زیات قوي وي، او د هغوی وقوت به د جمهوري ریاست د انتخاباتو مشروعیت تر سوال لاندي کړي.

د امریکا مشهوره تیلویزیوني شبکه سي این این وايي په کندهار کي پارلماني انتخابات د جنرال رازق د وژل کېدو په خاطر یوه هفته وروسته وسول. په کندهار کي ۶۰۰۰ امنیتي قواوو د انتخاباتو امنیت ساته.

په کندهار کي د راجسټر سویو رایه ورکونو له هرو اتو تنو څخه یوه ښخه وه. د کندهار د کاندیدانو ۱۲ ٪ فیصده مېرمني وې. په پارلمان کي د کندهاري مېرمنو لپاره درې چوکۍ ریزرف سوي دي.

دا لومړی ځل دئ چي د افغانستان په انتخاباتو کي د بایمومټریک سامان الات استعمالېږي. د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کي پراخ تقلب وسو، او نتایج ئې څو میاشتي وروسته اعلام سول.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۵۰ چوکۍ لري، او پدې انتخاباتو کي قریب ۲۵۰۰ کاندیدانو برخه اخیستې وه،‌ او ۴۰۰ کاندیدان مېرمني وې.

___________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close