د کندهار برید کې ټپي شوی امریکایی جنرال خپل هېواد ته لېږدول شوی

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې د کندهار ولایت مقام د تیرې اوونۍ په نفوذي برید کې ټپي شوی امریکایی جنرال د ’لازیاتې درملنې‘ لپاره امریکا ته لېږل شوی دی.

د ټاسک اینډ پرپس رسنۍ د خبر له مخې، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند، ګرانټ نیلي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې جنرال جیفري سمیلي په کندهار کې تر لومړنۍ درملنې وروسته جرمني ته ولېږل شو، او اوس د لازیاتې درملنې لپاره خپل هېواد امریکا ته لېږل شوی دی.

د یادونې وړ ده، تېره پنجشنبه (د تلې ۲۶مه / د اکتوبر ۱۸مه)، مازدیګر شاوخوا څلور بجې، د کندهار ولایت مقام ودانۍ کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر، چې د کندهار والي د ساتونکي دنده یې درلوده، پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي جنرالانو د ټوپک شپېلۍ ورواړوله، چې په پایله کې یې د کندهار د والي زلمي ویسا او دوو نورو لوړپوړو کورنیو پوځي چارواکو په ګډون درې بهرني وګړي ټپیان شول، او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دې ولایت د ملي امنیت رییس عبدالمؤمن پکې ووژل شول. په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر، هم موجود و، خو روغ ترې ووت. جنرال سمیلي هم په دې برید کې یوه مرمۍ ولګېد.

جنرال جیفري سمیلي د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند د افغانستان په سوېل کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشر دی.

 د هېواد جنوب کې د بهرنیو ځواکونو د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومنداني‘ په کندهار، زابل، دایکندي او روزګان ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د روزنې، مشورې او کومک دنده پر غاړه لري.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ټاسک اینډ پرپس ته ویلي چې د ښاغلي سمیلي د ټپي کېدو له امله د افغانستان سوېل کې د’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشري د هغه مرستیال، ډېویډ زین، ته پاتې شوه. د پنجشنبې په ورځ اسټرالوي جنرال، جان شنهان، کندهار ته له راتګ سره سم د سرپرست قومندان په حیث دنده پیل کړه.

امریکايي پوځ هڅه کوله چې د نوموړي د ټپي کېدو خبر پټ وساتي، خو کله چې امریکايي رسنیو د نوموړي په اړه معلومات خپاره کړل، د امریکا دفاع وزارت یې هم ټپي کېدل تایید کړل. امریکا په افغانستان کې د خپلو ټپي شویو عسکرو معلومات نه خپروي او تر خپل وسه یې پټ ساتي.

د ټاسک اینډ پرپس په خبره، جنرال سمیلي له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د امریکا پوځ کې دنده ترسره کوي او په تېره اګست میاشت کې د افغانستان د سوېلي ولایتونو لپاره د روزنې سلاکارۍ او کومک قومندانۍ (TAAC-South) قومندان وټاکل شو.

د یادونې وړ ده، د کندهار ولایت مقام برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې او د نفوذي بریدګر، ذبیح الله ابودجانه، یوه ویډیو یې خپره کړه. په ویډیو کې لیدل کيږي چې نوموړی د طالبانو په یوه پوځي روزنځای کې روزل کیږي.

 ذبیح الله (ګلبدین) ابودجانه د طالبانو نفوذي بریدګر هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې کورنیو چارواکو جنرال سکاټ میلر او له هغه سره راغلي امریکايي نظامي چارواکي د هغوی تر چورلکې بدرګه کول.

دا برید په تېرو اوولسو کلونو کې د حیرانوونکو بریدونو له جملې ګڼل کیږي، چې په پایله کې یې د یوه ولایت د امنیتي ادارې مهم چارواکي ووژل شول. د برید له امله، حکومت په کندهار کې پارلماني ټاکنې تر یوې اوونۍ وځنډولې.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د طالبانو سرسخت مخالف بلل کېده، او له دې سره سره پر بشري سرغړونو هم تورن و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close