’د کندهار حمله د طالبانو لپاره ستره کامیابي وه‘

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۴۲)

اشلي جکسن: د کندهار حمله د طالبانو لپاره ستره کامیابي وه

مېرمن اشلي جکسن د اکټوبر پر ۲۰ په فارن پالیسي مجله کي لیکي ما په ۲۰۱۴ کي د جنرال رازق سره په کندهار کي ملاقات وکړ. پدې وخت کي، جنرال رازق د کندهار مقتدر کس وو. هغه په کندهار کي امنیت ټینګ کړی وو، او له پاکستان ئې د امریکايي عسکرو لپاره اکمالاتي لاره امن کړې وه. رازق د نورو افغان زورواکانو غوندي نه ښکارېدئ، ځکه هغه پدې وخت کي ۳۵ کلن ځوان وو. ږېره ئې خرېلې وه، او د یوه ځوان هلک څېره ئې وه.

کله چي ما د اداري فساد او صحرايي اعدامونو په اړه سوال ترې وکړ، هغه سمدستي موضوع بدله کړه، او د امنیت په باره کي ئې بیان شروع کړ. د جنرال رازق وژل نه یوازي کندهار ناامن کړ، بلکي ټوله جنوب ئې متاثره کړ. همدااوس په کندهار او غزني کي انتخابات ځنډول سوي دي.

د جنرال رازق ژوند دافغانستان سیاسي مشکلاتو او خرابیو یوه ښه بېلګه ده. ځیني جنرال رازق ته د ملي هیرو په سترګه ګوري، او ځیني نور ئې یو جنایتکاره بولي. هغه به طالب جنګیالي وژل، او جسدونه به ئې پر سړکانو باندي غورځول. جنرال رازق پر ځینو کندهاریانو ځکه ګران وو چي د پاکستان د مداخلو په اړه ئې په ډاګه خبري کولې. البته د نورو افغان زورواکانو په څېر د جنرال رازق سقاوت امنیت ټینګ کړی وو، خو د مخالفانو لپاره هغه د یوه قصاب حیثیت لاره. د جنرال رازق په تګ سره په سیمه کي یوه څرګنده امنیتي خلا ایجاده سوې ده. او په اغلب ګومان به طالبان هڅه وکړي چي د کندهار شاوخوا سیمي بېرته لاندي کړي.

د افغانستان د سیاست یو جالب اړخ دا دئ چي هر څه پر یوه شخص باندي راڅرخي. د ۲۰۰۱ راهیسي، متحده ایالاتو په خپل ټول قوت جنګسالاران او زورواکان تقویه کړي دي، خو په عین زمان کي د ښه حکومتوالۍ، شفافو انتخاباتو، او ډیموکرایتک نظام تمه هم لري. دا ډول ستراتيژي په خپل ذات کي متناقضه ده، او مدام د خپل شکست باعث ګرځي. د دې پر ځای چي د سیاسي ثبات او سیاسي مصالحې لپاره اوږد مهاله پالیسي غوره کړي،‌ متحده ایالات تل چټک او آني حللاري غواړي. امریکا په سیسماتیک توګه د جنرال رازق غوندي خلګ په افغانستان کي تقویه او غښتلي کړي دي، ځکه هغوی د امریکا د لنډ مهالو اهدافو او ګټو لپاره ثبات ایجادوي،‌ خو د دې راز پالیسیو اوږد مهاله اثرات سخت وخیم وي، او په مستقبل کي د تشدد او غیر دیموکراتیک نظام او وارلاډیزم لپاره زهرجن او ورانونکي تخمونه ښیندي.

په افغانستان کي، د متحده ایالاتو پالیسي دا ده چي جنرال رازق غوندي کسان کولای سي چي طالبان لیري وساتي. د امریکا دا پالیسي سطحي او کوتاه نظره ده، ځکه امریکا د دغه راز خلګو د بشري له حقوقو څخه سرغړوني، جنګي جنایات، غیري قانوني معاملات ټول هېروي. امریکا پدې ښه پوهېږي چي د دغه راز زورواکانو تقویه او حمایت په افغانستان کي د ښه حکومتوالۍ مخه نیسي. د قوي او مشروع موسساتو د جوړولو خنډ واقع کېږي، او د یوه مسول او خدمتګار حکومت د جوړېدو پروسه تباه کوي.

البته، د امریکا لپاره مهمه خبره دا وه چي جنرال رازق کولای سوای چي انتخابات پر وخت وسي. د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کي، رازق د اشرف غني په ګټه کمپېن کاوه. جنرال رازق د انتخاباتي نظارین په خپله خوښه بدلول، د رایو پر وېشلو باندي ئې کنټرول لاره، او هغه کسان ئې توقیفول چي د ډاکټر عبدالله لپاره ئې کار کاوه. همدااوس د جنرال رازق د حمایت د ګټلو لپاره سختي هلي ځلي رواني وې.

بله حیرانونکې مسله دا ده چي د افغانستان پراخي سیمي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، او همدا واقعیت د اوسني انتخاباتو مشروعیت تر سوال لاندي کوي. د راجسټرېشن ۳۳ ٪ فیصده مرکزونه ټړل دي، او دا واقعیت د هیواد زیات خلګ د رایه روکولو څخه محروموي. دونه زیات خلګو ځانونه راجسټر کړي ول چي د هر ساده کس شک راپاروي. په انتخاباتو کي د ټګي برګي چانس دونه زیات دئ چي همدااوس لا غربي دپلوماتان د داسي نتایجو خبري کوي چي «د افغانانو پر معیارونو» برابر وي.

تېره اونۍ ما له یوه امریکايي دپلومات څخه د افغانانو لپاره د انتخاباتو د منل سویو نتایجو په باره کي پوښتنه وکړه، هغه راته په حسرت وویل،«داسي نتایج چي د جنګسالارانو ټول اولادونه په کښې کامیابه وي.» د دې امریکايي دپلومات د خبرو معنی دا وه چي همدا وارلاډان د افغانستان د دیموکراتیکي پروسې برخلیک او جهت کنټرولوي، او داسي نتایج غواړي چي د دوی په ګټه وي. خو دا نتایج د هغو افغانانو غوښتنه نه ده چي زه خبري ورسره کوم، ځکه اکثره افغانان باور لري چي دا انتخابات به تر پخوانیو قلابي او بې اعتباره وي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په باب اټکل کول، که احمقانه نه وي، ریسکي خامخا دي. یقیني خبره دا ده چي د جمهوري ریاست انتخابات به نهایت نوساني وي. همدااوس په افغانستان کي اوازه ده چي نور متحده ایالات د اشرف غني ملاتړ نه کوي، او همدې مسلې د هغه حریفان په حرکت راوستي دي. نوي ایتلافونه تشکیل سوي دي، او دا په داسي وخت کي چي افغانستان د اضافه بې ثباتي لپاره هیڅ اماده ګي نه لري.

د افغانستان په پراخو سیمو کي به انتخابات و نه سي. تقلب او ټګي برګي به په پېخر وسي. زیات افغانان به د انتخاباتو په جریان کي‌ ووژل سي، او نتایج به خامخا جنجالي وي. اوس نو، اصلي سوال دا نه دئ چي څوک به دا انتخابات وګټي، بلکی دا دئ چي ایا د افغانستان دوراغجنه دیموکراسي به د یوه بل انتخاباتي جنجال او فاجعې د هضمولو توان ولري او کنه.

__________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close