د کندهار د امنیې قوماندان“جنرال رازق“ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۶)

نن د کندهار د ولایت په مقام کې داسې مهال چې یوه پوځي غونډه روانه وه، برید شوی چې لا هم جریان لري.
لویدیځې رسنۍ وایي ، د برید پر مهال د ناټو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم شتون درلود چې له سیمې روغ وتلی دی.
د کندهار ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، په برید کې د  امنیې قوماندان جنرال رازق په ګډون یو شمیر کسان وژل شوي او د ناټو دوه چارواکي، والي، د قول اردو قوماندان او یو شمیر نور دولتي کارمندان ټپیان دي.

طالبانو د #کندهار ولایت مقام د برید مسؤلیت ومانه
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې په کندهار ولایت مقام ودانۍ کې پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي چارواکو برید دوی کړی دی. د احمدي په خبره، د دغه برید اصلي هدف په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق و.
ښاغلی احمدي وايي، “په برید کې جنرال عبدالرازق، د کندهار والي زلمی ویسا، د کندهار د استخباراتو رئیس عبدالمومن له ګڼو نورو مسئولینو، بهرنیو او داخلي عسکرو سره مړه او ژوبل دي.”

باید وویل شي چې جنرال رازق په سیمه کې د امریکایي ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن تر ټولو قوي قوماندان شمیرل کیده او په ګڼ شمیر جنایي پیښو کې هم تورن وو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close