د کندهار د امنیې قوماندان پر سر جنجالونه راپورته شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق پر ځای د نوموړي د ورور “تادین خان“ ګمارنه منلې، د کورنیو چارو وزارت یې نه مني.

د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وایي، دا خبره بې اساسه ده  او په وینا یې چې د کندهار ولايت لپاره د کورنيو چارو وزارت د دغه ولايت د امنيت آمر رحمت الله اطرافي د سرپرست قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د تادین خان د ټاکل کیدو مسئله تیره ورځ د کندهار ځایي چارواکو او جنرال رازق ته وفادارو مشرانو راپورته کړه.
سرچینې وایي، تادین هم د خپل ورور په څیر په ګڼ شمیر بشري جرمونو کې لاس لري او د کاري تجربې له نشتون سره هم مخ دی.

 

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د غني او جنرال رازق تر منځ ژور اختلافات رامنځته شوي و او سرچینې وایي چې غني یواځې غواړي د تادین په ټاکلو سره کندهاریانو ته ځان ور نږدې کړي.

باید وویل شي چې پرون ماسپیښین مهال یوه نفوذي طالب د کندهار ولايت مقام کې د بهرنیانو او افغان چارواکو د ناستې پر مهال ډزې وکړې، چې پکې ، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د کندهار د ملي امنيت رييس مومن حسن خېل، د کندهار د قول اردو قومندان، د منابع بشري رييس، د ملي ټلويزيون کامره مېن او يو شمېر نور کسان ووژل شول او د امریکایي قوماندان په ګډون ګڼ کسان په کې ټپیان شول

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close