د کندهار نړیوال هوایي ډګر خپل ټول حیثیت له لاسه ورکړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۹)

د کندهار نړیوال هوایي ډګر چې په ۱۳ زره جریبه ځمکه کې د میلیونونو ډالرو په لګښت سره رغول شوی اوسمهال د سیمې تر ټولو وروسته پاتې ډګر بلل کیږي چې مسافرین ترې ولایاتو یا بهر ته د سفر کولو زړه نه ښه کوي.

د دې ولایت چارواکي او د ولسي جرګې غړي وایي ؛ په هوایي ډګر کې د پروازونو نامعلوم برخلیک، د مسافرو د مالونو ورک کیدل، ناپاک چاپیریال، د مخدره توکو ډاګیز قاچاق، او خلکو ته د سالمو خدماتو نه وړاندې کول هغه ستونزې دي چې د خلکو ډیره توجه یې له ځانه اړولې.

د دې ترڅنګ یو شمیر دولتي چارواکي په یاد هوایي ډګر کې د بایومتریک د غیرفعال سیستم او د تلاشي له کیفیت څخه هم سر ټکوي او زیاتوي چې دې ډول ناکام سیستم دوی له جدي اندیښنو سره مخ کړي.

کندهار هوایي ډګر

مسافرین وایي؛ هیڅکله په ټاکلي وخت پرواز نه ده ترسره شوی او ساعتونه دوی د یوه پرواز لپاره په میدان کې تیروي، همداراز غیر معیاري کانتین ، د برق ، څوکیو،ایرکندیشنونو او نورو سهولتونه چې باید یو بین المللي هوایي ډګر یې ولري نشتون دوی له ګڼو ستونزو سره لاس اوګریوان کړي.

د دې هوایی ډګر د ارکان رئیس محمد سلیم عزیزي وایي، ‘د شخصي ګټو لپاره پانګه وال نه پریښودل شوي چې دلته خپله سرمایه ګذاري وکړي، همداراز د ګڼو پروژو پیسې شخصي جیبونو ته تللې او دلته یې د تطبیق مخه نیول شوې. ‘
نوموړی زیاتوي؛ عصري وسایل او منظمه بریښنا نلرو نو له همدې امله بهرنیو هیوادونو ته د مخدره توکو قاچاق له کومې ستونزې پرته ترسره کیږي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فریبا کاکړ وایي؛ په دې هوایي ډګر د میلیونونو ډالرو مصرفول د شرم وړ خبره ده چې لا یې هم مثبته نتیجه نه تر سترګو کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د یاد هوایي ډګر قوماندان سمونوال عبیدالله بارکزی له ۵.۵ میلیون ریالو سره یوځای ونیول شو، نوموړي غوښتل دا پیسې په غیر قانوني توګه دوبۍ ته انتقال کړي.

بل خوا د دې هوایی ډګر د آمر پر سره هم ناندرۍ روانې دي احمدالله فیضي چې د دې ډګر آمر و، له څو اونیو راهیسې دندط ته نه دی حاضر شوی او اوس یاد هوایي ډګر د چارو د مدیریت په موخه کوم فعال آمر هم نه لري.

څوکاله وړاندې یاد هوایي ډګر ته د سیمې په کچه د لوی هوایی ډګر نوم ورکړل شو، هیلې داوې چې نړیوالې الوتکې به هم د تیل اچولو لپاره دلته ناستې کوي او دا ډګر به له نړیوال اهمیت نه برخمن وي، خو له کلونو وروسته اوس دې هوایی ډګر په ټولیز ډول خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی .

دا ډګر په سیمه کې تر ټولو پخوانۍ مخینه لري او ۶۰ کاله وړاندې په ۱۳۳۹ کال کې تاسیس شوی دی.
د کندهار هوایي ډر په یوه برخه کې د ۳۰۵ اتل قول اردو ځای پرځای شوې او ځینې برخې یې شرکتونو ته ورکړل شوې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close