د کندهار هوايي اډې په دروازه کې سرتېری برید شوی

کابل ټکی کام۲۵وږی/۱۳۹۴

راپور: فرید احمد
د کندهار ولایت څخه په رارسیدلي راپور کې ویل شوي دي چې نن ماښام شاوخوا ۶ بجې په زرنج موټرسایکل کې د نصب شوي بم په واسطه یو طالب سرتېري د کندهار هوايي اډې ته څېرمه برید کړی دی چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی او دعوه یې کړې چې برید یې د امریکايي ځواکونو په موټریز کاروان کړی دی چې یادو ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د بریدګر نوم ابوعبدالله کندهاري یاد کړی دی.
د کندهار ولایت د امنیه قمندانۍ ویاند سره زمونږ همکار د رابطې کوښښ کړی دی خو هغه د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.
په کندهار کې یو بل ځایي چارواکې د نوم نه ښودلو په صورت کې زمونږ همکار ته د تلفون په لیکه ویلي دي چې برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده خو دا ځای یې ندی ویلی چې وژل شويو عسکرو کې خارجیان موجود دي او کنه.
تر برید سمدلاسه وروسته کندهار بولدک لویه لاره دترافیکوپرمخ تړل شوي او امنیتي ځواکونه څوک نه پرېږدي چې د پېښې له ځای څخه لیدنه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close