د کندهار پر هوايي ډګر د برید څېړنې تکمیل شوې؛ د ۲۰۵اتل قول اردو قومندان ګوښه کړی شو

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د کندهار پر هوايي ډګر ډله ییز برید ترسره شو، نو د مرکزي دولت له لورې دغه ولایت ته یو پلاوی واستول شو، تر څو په اړه یې څېړنیز راپور تر ولسمشره را ورسوي، په دې راپور کې جنرال داوود شاه وفادار په ناغیړي او د برید په نه مخنیوي ککړ ثابت شوی دی.
وفادار څو میاشتې وړاندې د کندهار د  ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان مقرر کړی شوی وو.
راپورونه وايي چې تر اوسه پورې د ده پر ځای بل ځای ناستی نه دی ټاکل شوی.
د یادولو ده چې څو اونۍ وړاندې د کندهار هوايي ډګر ته د طالبانو له لوري څو تنه بریدګر ور ننوتل چې له ۲۰۰څخه یې زیاتو بهرني او داخلي عسکر و ته مرګ ژوبله واړوله، او ګڼ ټانګونه او طیارې یې له منځه یووړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close