د کندوز د وحشتانکې بمبارۍ په اړه ځانګړی راپور

کابل ټکی کام ۱۵لړم/۱۳۹۵، راپورتاژ: احمدالله مهاجر

د کندوز اوسنی وضعیت:

کندوز ولایت چې څو ځله د طالبانو تر ولکې لاندې راغی او یا یې هم محاصره کړ او مقابل جانب امنیتي ځواکونو ته یې پکې درندې مرګ ژوبلې واړولې، ګڼ غنایم یې ترې خپل کړ. دا مهال هم په کندوز کې خلک ذهناً دې ته انتظار باسي چې ښار دې یو ځل بیا د طالبانو په لاس سقوط وکړي، طالبان کولای شي، چې د کندوز ښار  ته په څو ساعتونو کې ځان ورسوي.

امنیتي ځواکونه دا مهال د کندوز په ښار کې واکمن دي، مګر ویل کیږي، که طالبان پر ښار تعرضي بریدونه پيل کړي، امنیتي ځواکونو ته د تېښتې بله لاره نلري.

د کندوز له بمباره مخکې د جګړې جزیات:

خبرونه وايي، د کندوز له وحشتناکې بمبارۍ وړاندې د دغه ولایت د ښار اړوند په بز کندهاري او الچین پل سیمو کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو او د طالبانو ترمنځ سخته جګړه ونښته، چې جانبینو ته پکې مرګ ژوبلې واوښتې.

د طالبانو مخکښ ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد وویل:

«تیره شپه دکندز مرکز اړوند بزکندهاري سیمه کې امریکايي وحشي عسکرو غوښتل چې هلته په هغو ۳ تنو طالب سرتیرو چی همدې سیمي ته ورغلي  و، چاپه ووهي.

 د چاپې په مهال نښته رامنځته شوه او طالب سرتېرو دخپلو  لیزري وسلو په مټ له ۱۵ ډير امریکايي عسکر ووژل ، په متقابلو ډزوکې ۳ سره طالبان هم ووژل شول.».

په افغانستان کې د ناټو قومندان نیکولسن هم د کندوز په جګړه کې د خپلو ۲ تنو امریکايي عسکرو وژنه تأیید کړې ده.

د کندوز په وحشتناک بمبارد کې څومره بې ګناه افغانان شهیدان شول؟

د کندوز په دغه وحشتناک بمبارد کې له سلو ډېر ملکي وګړي په شهادت ورسېدل، خو ځايي خلک وایي، ښایي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

ځايي خلکو پرون رسنیو ته ویلي، چې دوی له کنډوالو لاندې پاتې ماشومان، ښځې او سپين ږیري راباسي.

د کندوز د سیمې د حوزې روغتون مسئولین وایي، چې دوی ته تر ۳۰ زیات ټپيان ور وړل شوي دي.

د طالبانو ویاند ښاغلی مجاهد وايي، چې امریکایي ځواکونو له جګړې وروسته خپله غوسه پر ملکي وګړو سړه کړه او یو لوی کلی یې بمبارد کړ، چې په لسګونه تنه ښځې، ماشومان او سپین ږیري پکې له منځه ولاړل.

د ناټو د غوڅ ملاتړ دفتر چارواکو د کندوز د بمبارد تأیید کړی دی او ویلي یې دي:

«عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي او د ملکي وګړو وژنه به ډېره جدي ونیسو او د خپلو ملګرو سره به دغه ادعا وڅېړو.»

د افغان رسنیو نا سم تعبیر:

افغان رسنیو د کندوز د دغه وحشتناک بمبار څخه وروسته داسې خبرونه خپاره کړل، تر څو د خلکو ذهن د امریکایي ځواکونو له وحشت څخه واوړي او په بمبارد کې شهیدان شوي تنکي ماشومان، ښځې او سپين ږیري یې پر طالب وسله والو تعبیر کړل.

چې وروسته د سیمې خلکو په یاده ادعا سختې نیوکې وکړي او د ماشومانو زنانه وو تصویرونه یې رسنیو ته وښودل او له رسنیو یې وغوښتل چې د څو ډالرو په بدل کې  اشغال ته د اوږدېدو زمینه نوره مساعده نکړي، څېړونکي هم پدې اند دي چې دغه تعبیر امریکايي اشغالګرو ته د بمبارونو اجازه ورکول دي.

د امریکايي ځواکونو پر بمبارونو د ارګ سکوت څه جوتوي؟

د کندوز بمبار  یوازې نه ، بلکې څو ځله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې اشغالګرو  خپله غوسه له خوارو او بې ګناه افغانانو څخه ایستلې ده، چې د ننګرهار د اچین د یوه حاجي پر کور وحشتناک بمبار، پر افغان ځواکونو څو ځله بمبارونه، په هلمند کې پر قومي مشرانو بمبار او په پکتیا کې پر قومي مشرانو بمبار یې ښه مثالونه دي.

مګر ارګ لا هم ساکت دی، ولې؟

د ارګ سکوت امریکایانو ته د لا بمباریو اجازه ورکوي، او هغه ځکه چې ددې بمباریو غوښتنه خپله ارګ ځينې کوي، نو د خپلې غوښتنې په خلاف غږ هم نشي پورته کولای. څو ځله ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دفتر د زیاتو جنګونو پرمهال اعلامیه خپره کړه چې د دولت مشران له دوی څخه د بمبارونو غوښتنه کوي، نو که چېرې دوی دا بمبارۍ وغندي د آینده لپاره شاید ددوی غوښتنې په اسانه سره ونه منل شي.

دا ځل ارګ یوه اعلامیه خپره کړې ده، خو اعلامیه کې بمبارد او امریکایي ځواکونو ته هېڅ اشاره نه ده شوې،یوازې دومره یې ویلي دي، چې مخالفینو د کندوز له بې ګناه ولس څخه د سپر په توګه کار واخیست.

دا په داسې حال کې چې په خواله رسنیو کې د کندوز د بمبار ویډیوګانې او تصویران خپاره شول او په هغې کې د کندوز اوسېدونکي خبریالانو ته وايي، چې دغه وحشت د امریکایي ځواکونو له خوا شوی دی او په دغه ویډیو کې حکومتي مشرانو خصوصاً اشرف غني ته کنځاوې کيږي «ای اشرف غني زنکت…» .

پر کابل ټکي کام نیوکې او د هغې ځواب!

د کندوز د بمباریو په اړه د کابل ټکي کام اواز د ستایلو دی، مګر یو شمېر مغرضو کسانو د کابل ټکي کام پر دغه اوازونو نیوکې کړي دي، چې ګواکي دغه اداره ازاده او خپلواکه نه ده.

لکه څرنګه چې مونږ وړاندې په پوره وضاحت سره څو اعلامیې خپرې کړې، دا ځل بیا ښه په څرګنده توګه وایو، چې کابل ټکی کام د ولس د ارمانونو ترجماني کوي، پر هغوی ظلمونه غندي، قاتلین یې تهدیدوي خو نه هم د افغان حکومت او نه هم د یوې وسله والې ډلې ملاتړ کوي. خو په هېڅ وجه به ظلم او بربریت اصلاحات تعبیر نکړي او بدو ته به ښه ونه وايي. د کابل ټکي کام اداره په ښکاره ټکو سره دا اعلانوي چې د هېواد په ښارونو او کلیو کې ورسره ولس همکار دی او د هرې پېښې په اړه د ولس غږ تر نورو پورې رسوي، دا چې په حقایقو کې اشغالګر او د هغوی مزدوران ګرم خجل راځي، پړه پر مونږ نه پرېوځي.

اداره.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close