د کندوز هوایي برید پایلې لا هم نه دي اعلان شوې

 

د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې د تیرې اونۍ د شوي هوایي برید پایلې لا هم ګونګې دي.
په دې برید کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي خلک ووژل شول، حکومت یې د څیړنو امر کړی و، خو د پایلو تر بشپړیدو اونۍ تیریږي او لا هم د دې بریدونو پایلې نه دي اعلان شوې.
دفاع وزارت او ارګ منلې وه چې په دې بریدونو کې ۱۴ ملکیان وژل شوي، خو د ناټو ځواکونو بیا ټول په نښه شوي کسان وسلوال طالبان بللي و.
د پوځي چارو کار پوه عتیق الله امرخیل وایي، حکومت د دې وړتیا نه لري چې د هغو جنایاتو چې امریکایي ځواکونو تر سره کړي، څیړنه وکړي.
له امریکا سره د شوي امنیتي تړون ترمخه، امریکایان په افغانستان کې له هر اړخیز قضایي مصؤنیت څخه برخمن دي او تر څنګ یې د افغان حکومت هیڅ لوړ رتبه یا هم ټیټ پوړی چارواکی حق نه لري څو د هغو جنایات جنایاتو غندنه یا تردید وکړي چې امریکایي ځواکونو ترسره کړي وي.
باید وویل شي چې سیمې ته د حکومت له خوا د څیړنو په نوم استول شوی پلاوی له څو ساعتیزو پوښتنو وروسته کابل ته ستون شو خو پایلې یې د دشت ارچي د دستاربندۍ پر غونډه د شوي بمبار په څیر پټې کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close