د کورنیو چارو وزارت: یوولس ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس کې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۱)

د کورنیو چارو وزارت وایي، د هیواد په کچه ګڼې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي، چې انتخابات په کې ناشوني بریښي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي

“ په شمال، سویل او ختیځو سیمو کې یوولس (۱۱) ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلوالو مخالفینو(طالبانو) تر کنټرول لاندې دي او نوولس(۱۹) نورې ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.“

یاد وزارت وایي، چې تر ګواښ لاندې ۱۹ ولسوالیو ته یې ۵۰ زره کسیز ځواک تیار کړی څو په یادو سیمو کې د ټاکنو د مراکزو امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي حفیظ الله هاشمي وایي، امنیتي چارواکو ورته ویلي، چې د ۲ زره مرکزونو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلي او د ۷ زرو مرکزونو له ډلې څخه یواځې د پنځه زرو مرکزونو د نسبي امنیت ډاډ ورکولی شي.

خو د آزادو ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، چې که امنیت خوندي نه شي په ډیری نا امنو سیمو کې به په ټاکنو کې په لویه کچه درغلي وشي چې بیا به د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
طالبانو د هیواد پر ټولو ولسونو ژغ کړی چې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي او دا پروسه یې غیر شفافه، له درغلیو ډکه او د امریکا تر نفوذ لاندې بللې.

بلخوا بیا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د ټاکنو برخلیک بهرني سفارتونه ټاکي او د خلکو رایه په کې هیڅ اهمیت نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close