د کورنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده

کابل ټکی کام (شنبه ۱۷ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
راپورونه وايي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر استعفا ورکړې ده.
د یوې دولتي سرچینې له قوله ویل شوي دي چې ښاغلي علومي یوه هفته مخکې خپله استعفا جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې وه خو لا تراوسه یې غوښتنه نه ده منل شوې.
یوې بلې سرچینې دده د استعفا وجه دا ښودلې ده چې کله ښاغلي علومي د کورنیو چارو وزات لپاره یو کس امنیتي معاون وټاکلو، د عبدالله عبدالله لخوا رد کړای شو، او علومي هم سمدلاسه استعفا ورکړه.
مګر د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د علومي استعفا ردوي او وایي چې هېڅ داسې څه نشته دي چې له وجې يې ښاغلی علومي استعفا ورکړي.
صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې علومي استعفا نده ورکړې.
علومي هغه کس دی چې د ډاکټر عبدالله له لوري د کورنیو چارو وزارت د وزیر په حیث ولسمشر ته معرفي شو ی وو چې د اعتماد راي څخه ورورسته په همدې دنده وګمارل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close