د کورنیو چارو پخواني وزیر ملا عبدالرزاق له طالبانو سره بیعت اعلان کړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق اخند او ملګري یې ملا عبدالستار اخند نن د جمعې په ورځ د طالبانو سره بیعت اعلان کړ.

طالبانو په یوه خپور شوي خبر پاڼه کې ویلي، چې د کورنیو چارو پخواني وزیر ملا عبدالزاق او ملګري یې ملا عبدالستار اخند د یوې درنې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له زعیم مولوي هبة الله اخندزاده سره بیعت اعلان کړ.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نوموړو له اسلامي امارت سره د هر ډول همکارۍ  وعده وکړه.

د طالب ویندوی په وینا، په غونډه کې د نوموړو شخصیتونو دغه اقدام د طالبانو او علماء کرامو لخوا په درنو الفاظو وستایل شو.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې د ستر جهادي شخصیت مولوي محمد یونس خالص بابا زوی انورالحق مجاهد هم د یوې غونډې په ترڅ کې له طالبانو سره خپل بیعت اعلان کړی و، د طالبانو نوي امیر مولوي هبة الله اخندزاده تر ډيره مرور طالبان راپخلا او خپل صف سره یو ځای کړي او په دې هڅه کې بریالی شوی دی.

د طالبانو لخوا د بیعت لیکل شوی متن خپلو لوستوالو لپاره کټ مټ خپروو:

%d8%a8%db%8c%d8%b9%d8%aa

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close