«د کولاب اسیران» ولې د سولې د خبرو مخالفت کوي؟/ هېواد ریان

هر کله چې د سولې خبرې گرمې شي، نو پر شمال ټلواله اور بل شي. شمال ټلواله یا جمعیت گوند په حکومت کې تر ټولو ډېره ونډه لري. لوړې څوکۍ د دوی په لاسونو کې دي او د امریکا له راتگ سره دوی یا په واک کې دي او یا د پردې تر شا واک چلوي. د یوې نیمې لسیزې مخکې هغه غړي چې د یوه وخت ډوډۍ ته حیران وو، اوس میلیاردران دي. دُبۍ، ترکیه، ایران، تاجکستان او په نورو هېوادونو کې اوس غټ کاروبارونه د شمال ټلوالې د غړیو دي. هم یې له حکومت خوري، هم یې له امریکا، خو وخت ناوخت پر حکومت نیوکې کوي او په حکومت کې د لا ډېرې ونډې غوښتنه هم دوی کوي.

د شمال ټلوالې مړو شویو او ژوندیو د امریکا په راتگ کې ډېره ونډه لرله. د «سې اې ای په پنجشېر کې» د کتاب لیکوال گیري سي شرون لیکلي، چې د ۲۰۰۱ز کال په لومړیو کې د شمال ټلوالې غړیو قسیم فهیم، عبدالله عبدالله، امرالله صالح، عطاء محمد نور، احمدضیاء مسعود، جنرال رشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزي، عبدالحق او لسگونه نورو کسانو د امریکا له استخباراتي ادارې سره مرسته کوله، څو د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او امریکا ته لاره هواره شي.

شمال ټلواله له لومړي سره د پردیو استخباراتي ادارو په غېږ کې پرته وي. یو وخت یې د کي جي بي، اې ایس اې، سپاه‌پاسداران او نورو په غېږ کې پرته وه، خو اوس د امریکا او د ناټو د غړیو هېوادونو. دوی پر هرڅه معامله کوي، خو چې خاص گټه یې پکې وي. نه د هېواد غم ورسره شته، نه د هېواد د ښېرازۍ، نه د هېواد د ازادۍ، خو چې خاص ډېرې پیسې څوک ورکوي، بیا د هماغوی په گټه کارونه کوي او د سر تر قرباني پورې ورته تیار وي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو د پیل سره سم یو ځل بیا پر شمال ټلوالې اور بل شوی. لوړ پوړي غړي یې د سولې مخالفت کوي. دوی غواړي چې دلته د تل لپاره جگړه وي او په دغه جگړه کې دوی ورځ تر بلې چاغېږي او ډېرې گټې پکې کوي. خو د دې جگړې قربانیو ته نه گوري، چې د امریکا له راتگ سره دلته څومره خلک وژل شوي او لاهم وژل کېږي.

پر شمال ټلوالې هم د امریکا، هم د ایران او هم د روسیې اعتبار پای ته رسېدلی او په سیمه کې داسې ځواک نه‌شته، چې د دوی ملاتړ وکړي او بیا ورته د پیسو د بوجیو خولې پرانېزي. ځکه دوی معامله‌گر او وفاداري یې تر پیسو پورې ده او کله چې مطلب ترلاسه کړي، بیا یې په کیسه کې نه وي.

د شمال ټلوالې وېره بې‌ځایه نه ده. ځکه طالبانو د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې دوی ته داسې درس ورکړی، چې تراوسه یې په یاد دی. دوی وېرېږي چې په سیمه کې یوازې پاتې کېږي او که طالبان راشي، نو ځایونه به یې بیا کولاب او د پنجشېر دره وي. دوی به بیا د کابل له نعمتونو بې ‌برخې وي او خدای خبر که څوک یې بیا څوکيداري ته هم ونیسي او که‌نه.؟

سوله زموږ ارمان دی او د امریکا ماتې زموږ هیله. د سولې د هر حرکت باید ټول کلک ملاتړ وکړو او د داسې خلکو خولې باید بندې شي، چې د سولې مازې مخالفت هم کوي. د امریکا ماتې یقیني شوې. د سیمې د هېوادونو حساسیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي او امریکا هم پر دې پوهېږي چې نور یې پاتې کېدل بې گټې دي. شمال ټلواله دې د میلیونونو خلکو له هیلو سره لوبې نه کوي او د سولې د هر حرکت باید ملاتړ وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close