د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو داسې آله چې پر جامو برسېره اغوستل کېږي

د MyDefence په نوم یوه ډنمارکي شرکت د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو د بېکاره کولو لپاره یوه داسې آله جوړه کړې چې پر یونیفورم برسېره اغوستل کېدای شي.

دا آله، چې د PITBULL نوم ورکول شوی، یوازې ۷۵۵ ګرامه وزن لري او عسکر یې پر خپل یونیفورم کې په اسانۍ سره ګرځولای شي.

دا آله د یو کیلومټر (۱۰۰۰ مټره) په فاصله کې کوچنۍ ډرون الوتکې بېکاره کوي.

 په دې آله کې یوه کوچنۍ انټينا نصب شوې، چې 2.4 ګیګا هارټس، 5.8 ګیګا هارټس او جي این ایس ایس (Global Navigation  Satellite System / د نړېوالې موقعیت پېژندنې سټلایټ سیسټم) فریکوېنسي تر یوه کلیومټر ساحې پورې لېږي. د اضافي انتن په لګولو سره دا فاصله دوه کلیومټرو ته رسېدلای شي.

د تولیدوونکي شرکت له لورې خپره شوې ویډیو

دا څپې په هوا کې خپرېږي او د دښمنې کوچنۍ الوتکې په څپو کې ګډوډي رامنځته کوي، چې په پایله کې یې ډرون الوتکه له کاره لوېږي.

د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو د څپو د بېکاره کولو پر مهال دا آله خپلو کسانو په وایرلیس اړیکو کې کومه ګډوډي نه رامنځته کوي.

تېره میاشت، MyDefence شرکت د PITBULL په څېر د WINGMAN 103 په نوم کوچنۍ آله راوایستله، چې په اسانۍ سره اغوستل کېدای شوه، خو دې آلې یوازې کوچنۍ ډرون الوتکې پیدا کولای شوې او د راغورځولو توان یې نه درلود.

 اوس د PITBULL او WINGMAN 103 په یو ځای کولو سره، سرتېري کولای شي چې کوچنۍ ډرون الوتکې په خودکار ډول کشف او له کاره وغورځوي. د کوچنیو ډرونونو د کشف او راغورځولو ټوله پروسه په خودکاره (اټوماټیک) توګه ترسره کېږي چې عملیات کوونکو سرتېرو ته د دښمن د ډرون الوتکو په اړه له فکر کولو نجات ورکوي.

دا جېمر په یو ځل چارج کېدو سره ۲۰ ساعتونه کار کولای شي، خو که پرلپسې فعال پاتې شي، د چارج موده یې دوو ساعتونو ته راټيټيږي.

د تولیدوونکي شرکت په خبره یې، د دې آلې کارول زیات اسان دي او کاروونکی يې ”ډېرې لږ“ روزنې ته اړتیا لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close