د کيوبا د کميونستي انقلاب مشر فيډل کاسټرو ومړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۶) الماس خدرخېل

د کيوبا هېواد پخوانی قومندان او د کميونست انقلاب مشر فيډل کاسترو د ۹۰ کلونو په عمر ومړ.

د فيډل کاسټرو ورور د کیوبا ولسمشر راهول کاسټرو د خپل هېواد په ملي تلویزیون کې اعلان وکړ، چې د کیوبا د انقلاب قوماندان د نومبر په ۲۵ د شپې په لسو بجو ساه ورکړه.

کيوبا کې فيدل کاسټرو له اوږدې مودې راهيسې حکومت کړی او په ۲۰۰۸ کال کې يې واک خپل ورو (راول کاسټرو) ته وسپارلو.

نوموړي په کال ۱۹۵۹م کې يې د کیوبا واک ترلاسه کړی، چې فیډل کاسټرو نږدې نیمه پېړۍ په کیوبا کې د کمونستي حکومت مشري وکړه. هغه د ګوریلا ځواک مشري هم کړې او د بتیستا پوځ ته يې ماتې ورکړې ده.

بايد وويل شي، چې په افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته په نوموړي هېواد کې د افغان بنديانو لپاره يو ستر زندان په دغه هېواد کې جوړ شو، چې د ډېرو بشري مرستو بې برخې او پکې به افغانی او يو شمیر عرب بنديانو ته سختې ربړونې ورکول کېدلې، لا هم په دغه کيوبا زندان کې يو شمير افغاني بنديان د ژوند سختې شپې ورځې تېروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close