د کړکیچ نړیوال سازمان: امریکا دې د جګړې د عمده لوري په توګه مذاکراتو ته را وړاندې شي

 

د بحران نړیوال سازمان په خپاره کړي راپور کې پر طالبانو او امریکا ژغ کړی چې باید څه انعطافات وښیي.
یادې ډلې له امریکا غوښتي چې له طالبانو سره دې مخامخ خبرې وکړي او له هغوی سره دې د جګړې د یو عمده لوري په توګه مذاکراتو ته ځان تیار کړي .
راپور زیاتوي، امریکا دې د خپلو ځواکونو د ایستلو زماني جدول ټاکلو ته غاړه کیږدی او ترڅنګ یې باید طالبان افغان حکومت په مذاکراتو کې د جګړې د یوه لوري په توګه ومني.

د کړکیچ نړیوالې ډلې دغه راز ویلي، امریکا دې یو با صلاحیته پلاوی په قطر یا کابل کې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره وټاکي او ترڅنګ یې باید دواړه لوري د مذاکراتو پر مهال د اوربند او زندانیانو په خوشي کولو د اعتماد سازي یو لړ ګامونه واخلي.

دغه راز وړاندیز شوی، چې دواړه لوري باید په دقیقه توګه خپل اهداف د مذاکراتو له لارې شریک او جوړ جاړي ته پرې ځان ورسوي.

دا سازمان داسې مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو او د جګړې د مهم اړخ په توګه د امریکایانو په شتون  ټینګار کوي،  چې اونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په یوه سفر کې ویلي و چې له طالبانو سره په مخامخ مذاکراتو کې د یو بې طرفه ناظر په توګه ګډون کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close