د ګرجستان هیواد په افغانستان کې نور عسکر هم زیات کړي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)

په داسې حال کې چې په هیواد کې د نړیوالو ځواکونو پرضد جګړې زور اخیستی، او د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه هم له کوم تفکیک پرته پر وسلوالو، ولسي وګړو او آن افغان عسکرو هوایي بریدونه جاري ساتلي، امریکا هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې د خپل جګړیز حضور دمشروعیت په موخه د ناټو اتحاد سربیره د نړۍ نور هیوادونه هم وهڅوي ترڅو په افغانستان کې د دوی د ترڅنګ د وسلوالو مخالفینو پرضد وجنګیږي.
د ګرجستان هیواد تازه اعلان کړی چې افغانستان کې خپل محارب قوتونه نور هم زیاتوي.
د ګرجستان د‹‹آپسني››خبري اژانس د خبر ترمخه، د ګرجستان د دفاع وزیر ‹‹لوان ایزوریا›› اعلان کړی چې ځواکونه یې افغان جګړه کې ونډه نوره هم پراخوي او په دې لړ کې به یو کنډک نوي ځواکونه، زغروال ټانګونه، او ګڼ نور تجهیزات ولیږدوي.
ګرجستاني وزیر همداراز ویلي چې، داځواکونه به د ۶ میاشتو لپاره په بلخ کې د جرمنیانو تر قوماندې لاندې خپل فعالیتونه سرته رسوي
ګرجستان ویلي، چې د دې کنډک عسکرو مخکې تر دې چې افغانستان ته لاړ شي دوه میاشتې یې په خپل هیواد او ۵ میاشتې یې د جرمني په «شوارتسنبورن» پوځي اډه کې پوځي زدکړې سرته رسولې دي.

 

ګرجستاني ځواکونه

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د ناټو په چوکاټ کې د ګرجستان ۸۷۰ تنه سرتیري په افغانستان کې میشت دي.
له ۲۰۰۹ کال راپدې خوا په افغانستان کې د دې هیواد ۳۲ عسکر وژل شوي دي

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close