د ګردیز د قتل عام پوښتنه دې له ګوډ اتمره وشي

پکتیاوال
شل کاله وړاندې چې د طالبانو واکمني وه، موږ ماشومان وو او په ګردیز کې مو درس وایه. د عاشورا ورځ راغله او مدرسه رخصت شوه، زموږ ماشومانه سودا وه او څو کم عمره ملګرو تر خپل منځ فیصله وکړه چې راځئ نن د ګردیز په شمال ختیځ کې د شیعه ګانو کلي ته ورشو چې خلک وایي په دې ورځ ځانونه په چړو وهي او موږ به یې ننداره وکړو.
پنځه شپږ تنه ماشومان و، د خواجه حسن د کلي خوا ته روان شوو، په پوښتنه پوښتنه مو کلی پیدا کړ، د کلي په منځ کې لوی جومات و، تر مخ یې هوار میدان و چې تازه آب پاشي شوی و. موږ دا ګومان کاوه چې په دې میدان کې به شیعه ګان ځانونه په چړو وهي او موږ به یي ننداره وکړو. د جومات نه په یو څه فاصله کې شاوخوا مسلح طالبان ولاړ و او هیچا ته یې د جومات خواته د تګ اجازه نه ورکوله. موږ چې ماشومان وو او کوچنۍ لنګوټې مو هم تړلې وې، طالبانو اجازه راکړه، د شیعه ګانو مذهبي مرکز ته ورغلو، له مرکزه په لوډسپیکر کې د فارسي اشعارو غږ راپورته کیده. کله چې مسجد ته ورننوتلو، ګورو چې په سلګونو شیعه ګان په جومات کې راټول شوي دي او ټول ژاړي. ملایان او نعت خوانان یو په بل پسې راځي په ممبر کیني، اول د صلوات غږ وکړي، چې ورسره ټول درود شریف ووایي. بیا د کربلا دردمن شعرونه په ځانګړي سوز او ګداز پیل شي. او سپین ږیري شیعه ګان ورته ژاړي. موږ چې ماشومان وو او په اشعارو نه پوهیدلو د دوی ژړا ته مو پټ پټ خندل چې د ژړا او او خندا دغه امتزاج اوس هم زما لپاره عجیبه دی.
شیبه وروسته په یوه لوی جایجوش کې خوږې اوبه راوړل شوې او په ټولو وویشل شوې، موږ د شیعه ګانو ځان وهلو ته منتظر وو خو دوی تر ټکنده غرمې پورې همدا شعرونه او ژړاګانې بدرګه کولې تر دې چې زموږ حوصله تمامه شوه او بیرته ترې راغلو.
د ګردیز دا جومات هماغه جومات دی چې پرون د جمعې د لمانځه په وخت په کې چاودنه شوې او تر ۳۵ زیات کسان په کې وژل شوي دي. د طالبانو د حکومت په وخت کې په دې جومات کې د عاشورا مراسم په پوره امنیت ترسره کیدل او حتی طالبانو یي امنیت ټینګ کړی و، چې زما خپله چشم دید حالت دی. پرون چې داعش په دې شیعه ګانو چاودنه وکړه، نو د حکومت یوه فیسبوکي مبلغ مجید قرار ولیکل چې دغه کار طالبانو کړی دی.
زه وایم چې دغه کار طالبانو نه دی کړی، ځکه که طالبانو له شیعه ګانو سره داسې دښمني درلوده نو په خپل وخت کې به یي ورته د مراسمو اجازه نه ورکوله، بله دا چې طالبان په اسلام باور لري او اسلام وایي چې حتی د محاربو کافرانو په عبادتګاه حمله جواز نلري او نه یي هم د بې وسلې سپین ږیرو، ماشومانو او عبادت کوونکو مرګ روا دی.
دغه کار هغه داعش کړی دی چې د ستاسو د ګوډ شیطان حنیف اتمر له برکته په چورلکو کې چکرې وهي. داعش د دې قتل عام مسؤلیت منلی او رسما یي اعلامیه صادره کړې ده.دا هماغه داعشیان دي چې ستاسو د ملي امنیت شورا یي د پنځولو امتیاز لري او اوس یې هم د پړسولو لپاره شپه ورځ هڅې کوي. که له پخوانیو ادعاوو تیر شو. آبله ورځ چې په درزاب کې داعشیان محاصره شول، همدا ستاسو د ملي امنیت د شوری په رسمي فرمان د اردو څرخکې ورولیږل شوې او دوه نیم سوه داعشیان یې شبرغان ته انتقال کړل.
موږ نه پوهیږو چې د ګوډ اتمر فیسبوکي مبلغین به تر څو د خلکو سترګو ته خاورې شیندي او خپلې مردارۍ به په نورو تاوانوي. داعش چې هر څه کوي په ټولو جنایاتو کې تاسو د اتمر زامن ورشریک یاست. تاسو د داعش جرمي شریکانو چې د هیواد په ولسي خلکو خصوصا په شیعه اقلیت کوم مظالم ترسره کړي دي زموږ د هیواد تاریخ یي بیلګه نلري. د طالب څه بلکې د نفس انسان ضمیر هم د هغو قتل عامونو تصور نه شي کولای چې ستاسو تر لمن لاندې پټ داعش یې روزانه سرته رسوي.
افغان اولس باید سترګې روڼې کړي، د ګوډ شیطان له خطرناکو دسائسو باید ځان خبر کړي او دې ته باید متوجه وي چې ګوډ شیطان حنیف اتمر او ورسره محمد محقق پلان لري چې افغانستان هم په دوهم عراق یا سوریه باندې بدل کړي. دلته هم د مذهبي او فرقوي جنګ اور بل کړي. چې بیا به امریکا او د غرب لاسپوڅي پاته وي، شیعه او سني به د یو بل دنسل وژنې هڅې کوي. د همدې دسیسې لپاره پرلپسې په هغو مذهبي ځایونو حملې کیږي چې د افغانستان په څلویښت کلنه جګړه کې همیشه له بریدونو محفوظ و او هیچا هم کار ورباندې نه درلود. ددغې دسیسې پایلې خورا خطرناکې دي او زموږ ځوریدلی اولس په لا نورو بدمرغیو او جنجالونو اړولی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close