د ګوانتنامو بندیانو دټرامپ د ادارې پرضد شکایتونه ثبت کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)

د ګوانتنامو زندان بندیانو د امریکا حکومت تورن کړ چې د بندیانو د حبس مودې پوره دي او لا هم بې برخلیکه پراته دي.
بندیانو وویل، د ټرمپ اداره له نړیوالو قوانینو او د امریکا له اساسي قانون څخه څرګنده سر غړونه کوي .
د اناضول خبري اژانس د خبر ترمخه؛د ګوانتنامو بندیانو د واشنګټن یوې محکمې ته خپل شکایت لیک استولی چې پکې راغلي ( د ټرمپ ادارې د کانګرس د ۲۰۰۱ کال پریکړه ماته کړې چې له مخې به یې بندي به تر یوې ټاکلې موده حبس تیروي او د مشروع دلایلو پرته د بندیانو پر دائمي حبس بندیز لګول شوی و.)

د زندانیانو مدافع وکیلانو هم ویل چې مؤکلین یې ټول د دائمي بند ښکار دي او حکومت په دې اړوند په ټولیزه توګه قانون تر پښو لاندې کړی.

د یوه یمني بندي شرقاوي الحاجي مدافع وکیل پردیس کبریاري وویل ‹‹ تر اوسه مې دا ډول اوږدمهاله قیدونه، نه و لیدلي، دا ګام کاملاً غیر قانوني ده››
اوسمهال ۴۱ تنه زندانیان د وسلوالو ډلو سره د تړاو په تور په دې زندان کې د بند شپې ورځې تیروي.
تیر کال ځینې امنیتي ادارو د ۵ تنو زندانیانو د آزادي پریکړه کړې وه خو د ټرمپ د حکومت له راتګ سره د هغوی خوشې کیدل هم وځنډیدل او آن څو تنه نور هم د بندیانو لړلیک ته ور زیات شول.
بل پلو د ګوانتنامو بدنام زندان د ۱۶ شپاړسمې کلیزې په مناسبت سلګونو لاریونوالو د سپینې ماڼۍ مخې ته د دې زندان پرضد شعارونه ورکړل، لاریون چې د بښنې د نړیوال سازمان او د شکنجې د منعې د کنوانسیون له خوا راغوښتل شوي و، د هغو بندیانو چې برخلیک یې معلوم نه دی او تر نامعلومې مودې په زندان کې پراته دي د مودې د ټاکلو او دځینو د خوشې کولو غوښتنه وشوه

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close